افغانستان په اسلام قلعه کې د اور وژلو لپاره له ایران مرسته غوښتې

افغانستان د اسلام قلعه د اور وژلو لپاره له ایران مرسته غوښتې

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د اسلام قلعه په ګمرک کې لوی اور لګېدلی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) ویلي چې تر اورلګېدو وروسته د ګازو او تېلو لسګونه ټانکرونه چاودېدلي او اور یې نور هم زیات او پراخ کړی دی.

ښاغلی قتالي وايي چې د اور د مړه کولو لپاره لازم امکانات نه لري او د ایران له تایباد ښار څخه یې اطفائیې غوښتي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تر دا مهاله یې د پولیسو اطفائیې په کنټرلولو نه دي توانېدلي.

د هرات د والي ویاند رفیق شیرزي امریکا غږ ته وویل چې په دغه اور کې ۱۷سوځېدلي کسان روغتون ته انتقال شوي او د دوو یې حالت ښه نه دی.

لا معلومه نه ده چې څومره مالي زیانونه یې اوښتي دي.

د هرات اسلام قلعه ګمرک د هرات ښار په جنوب کې د ایران پولې ته نژدې پروت دی. چارواکو تر دا مهاله نه دي ویلي چې ولې دا اور لګېدلی.

پر همدې مهال د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د برېښنا هغه مزي هم په دغه اور کې سوځېدلي دي چې له ایران څخه اسلام قلعه ته برېښنا انتقالوله. اوس برېښنا پرې شوې ده.