د هند د غنمو د مرستې لومړۍ جوپه کابل ته ورسیدله

نن کابل ته په ۴۸ لاریو کې دوه زره او دوه سوه ټنه د هند مرسته شوي غنم راورسیدل.

کابل ته د هند د ۱۱۰ زرو ټنو د غنمو د مرستې د لومړۍ جوپې د رسیدلو د هرکلي لپاره نن د شنبې په ورځ په مرکزي سیلو کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې افغان چارواکو د هند د سفارت شاردافیر هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد در اني دې غونډې ته وویل، چې د هند د مرسته شوو ۱۱۰ زرو ټنو د غنمو له ډلې تراوسه له شپیتو زرو څخه زیات یې د ایران د چابهار بندرته رسیدلي دي.

هغه وویل د دغو غنمو ۲۳ زره او ۷۵۰ ټنه د افغانستان د نیمروز په ولایت کې په موقتي توګه په ګدام کې اچول شوي دي.

د افغانستان د کرهنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس تراوسه له نیمروز ولایت څخه د غزني، ننګرهار،هرات، لغمان، کندهار،هلمند، او کابل ته ټول ۱۷ زره ۲۹۹ ټنه غنم لیږدول شوي دي.

ښاغلي راني وویل" د دې ترڅنګ چې د هند مرسته شوي غنم په اوو ولایتونو کې ذخیره کیږي، د افغانستان شمالي او شمال شرقي ولایتونو ته له ازبکستان څخه سل زره ټنه غنم اخیستل شوي او په ګدامونو کې ځای پرځای شوي دي، ترڅو خدای نخواسته که چیرې ناسمې پیښې رامخې ته شي خلکو ته د مرستې لپاره چمتو اوسو".

د کابل مرکزي سیلو ته نن د هند د غنمو په دې لومړۍ جوپه کې چې ۴۸ لارۍ په کې شاملې وې دوه زره او دوه سوه ټنه غنم راورسیدل.

په دې غونډه کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري او په کابل کې د هند د سفارت شاردافیر الوک رانجان جها، هم ویناوې وکړې.

د هند د سفارت شاردافیر وویل چې په دې خوشاله دی چې د هند مرسته شوي غنم افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ته راور سیدل.

ښاغلي رانجان جها وویل "افغانستان په وچه کې ر اګیر هیواد دی او بحر ته د لارې لپاره نړیوالو بندرونو ته لاس رسي ته اړتیا لري".

هند افغانستان ته د ۱۱۰ زروټنو د مرسته شوو غنمو د لیږلو بهیر لړۍ د دغه هیواد د ګجرات د ایالت د "کندلا" له بندر څخه د لړم د میاشتې په اومه ورځ پیل کړ، چې لومړۍ جوپه یې د لړم په شلمه د چابهار بندر له لارې افغانستان خاورې ته راورسیدله.

افغان حکومت د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د ترانزیټي مالونو پر وړاندې د ستونزو د راولاړولو وروسته هڅه کوي چې پرخپل مخ نورې لارې هم پرانیځي.

د دغو هڅو په لړ کې افغان حکومت پریکړه کړې چې هند سره خپله سوداګري د چابهار د بندر له لارې وکړي.