افغان او پاکستاني چارواکو پر سولې خبرې پیل کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پنځه کمیټو د غړو ګډه غونډه.

د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان د پنځو کاري کمیټو لومړنۍ غونډه نن دیکشنبې په ورځ ( چنګاښ ۳۱ مه) د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو له لوري پرانیستل شوه.

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان دا پنځه کاري کمېټې به چې د دواړو لورو څخه لوړ پوړي چارواکي پکې برخه لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان په عملي کېدو او د کار په میکانیزم بحثونه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د دې غونډې د پرانیستلو مراسمو ته په وینا کې هیله وښوده، چې دا غونډې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو فضا په پیاوړي کیدو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي وویل " هدف د دې ناستې دا دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو او خصوصآ د روابطو په ساحو کې پرمختګ وشي او دغه جګړه، چې په افغانستان کې روانه ده، په دغه کې د پاکستان له حکومت څخه په جلا جلا ساحو کې همکاري واخیستل شي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان پنځه کمیټې لري، چې سیاسي او ډیپلوماټیکه کمیټه، د کډوالو چارو کميټه، نظامي کمیټه، امنیتي کميټه او اقتصادي کمیټه په کې شاملې دي. د دواړو خواو څخه لوړ پوړې چارواکي ددغو کمیټو مشري کوي.
د عمل د پلان د کاري کمېټو دې ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرمن تهمینې جنجوعه وویل چې پاکستان تمه لري، ترڅو پدغو کمیټو کې په ګډه سره په یو لړ مهمو مسائلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه وویل، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند وړاندیز ټول هیلمن کړي دي.

میرمن جنجوعې وویل "مونږ له پاکستان په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د ژمنې پيغام راوړی، پاکستان په ټول توان د ولسمشر غني د سولې او مذاکراتو د وړاندیز او اوربند له وړاندیز، څخه چې د ټولو د هیلې سبب شوی ملاتړ کوي".

دواړو چارواکو وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل پلان بشپړ شوی او دواړو هیوادونو په کابل او اسلام اباد کې پرې په مسلسلو ناستو کې بحثونه کړي دي.

افغانستان او پاکستان د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د د سولې او پيوستون لپاره په ګډ پلان موافقه کړې وه.