په لومړي ځل یوه پاکستانۍ د نړیوال کرکټ د لوبڅارې په توګه ونومول شوه

د پاکستان سلیمه امتیاز د کرکټ نړیوالې شورا ته د لوبڅارې په توګه نومول شوې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي سلیمه امتیاز د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) ته د لوبڅارې په توګه نومول شوې ده.

امتیاز به د ښځو په نړیوالو دوه اړخیزو سیریزونو او ټورنمنټونو کې د امپایرې په توګه کار کوي.

هغې په یو بیان کې وویل: "دا یوازې زما لپاره نه بلکې په پاکستان کې د کرکټ د هرې لوبغاړې او لوبڅارې لپاره بریا ده. زه هیله لرم چې زما دا بریا بې شمیره هغه ښځې وهڅوي چې په دې سپورت کې د وړاندې تګ خوب ویني."

سلیمې امتیاز ویلي چې د هغې دا بریا په کرکټ کې د ښځو زیاتیدونکی رول او دې کار ته د پاکستان کرکټ بورډ ژمنتیا منعکس کوي.

سلیمه امتیاز د کرکټ د پاکستانۍ لوبغاړې کاینات امتیاز (منځنۍ) مور ده.

امتیاز د پاکستان د ملي ټیم د لوبغاړې کاینات مور ده. کاینات د پاکستان لپاره ۴۰ نړیوالې لوبې کړي چې ۱۹ یو ورځنۍ او ۲۱ یې شل اوریزې دي.

امتیاز وویل، له هغه وخت راهیسې چې لور یې په ۲۰۱۰ کال کې د جنوبي افریقا پر وړاندې نړیواله لوبه پیل کړه، تل یې غوښتل چې د لوبڅارۍ په برخه کې نوم وباسي.

هغې وویل: "دا زما هیله وه چې په نړیواله کچه د خپل هیواد استازیتوب وکړم. ما د کرکټ د اسیايي شورا سره د لوبڅارې په توګه کار کړی خو په لوړه کچه دنده ترسره کول تل زما تر ټولو لوی هدف و."

سلیمه امتیاز په ۲۰۰۸ کې د پاکستان کرکټ بورډ د ښځینه لوبڅارانو په ډله کې شامله شوه او په تیرو دریو کلونو کې یې د اسیایي کرکټ شورا په یو شمیر ټورنمنټونو کې دنده ترسره کړې ده.

تمه کیږي چې سلیمه امتیاز به د لوبڅارې په توګه خپله نوې دنده د پاکستان او جنوبي افریقا د ښځو د ټیمونو ترمنځ له سیریز څخه پیل کړي. د درې شل اوریزو لوبو دا سیریز نن په ملتان کې پیل شو.