په بشري مرستو بار لومړنۍ بیړۍ غزې ته روانه شوه

دا بیړۍ غزې ته ۲۰۰ ټنه خوراکي او نور اړین توکي لیږدوي.

په جګړه ځپلې غزه کې د فلسطینیانو لپاره په بشري مرستو بار لومړنۍ بیړۍ د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) له قبرس څخه د غزې په لور روانه شوه.

د "اوپن ارمز " هسپانوي خیریه موسسې مسئولینو ويلي، د دوی دا بیړۍ چې ۲۰۰ ټنه خوراکي او نورې مرستې لیږدوي، د سه شنبې په سهار د قبرس له لارناکا بندر څخه وخوځېده.

دا لومړی ځل دی چې د سمندر له لارې په غزه کې جګړه ځپلو ملکي وګړو ته مرستې لیږل کیږي.

غزې ته د ځمکې له لارې د مرستو اندازه د جګړې مخکې د وخت له کچې څخه ډیره ټیټه ده او مرستندویه ادارو د قحطۍ خبرداری ورکړی دی. له همدې کبله د امریکا په ګډون ځینو بهرني هېوادونو له هوا څخه مرستې غورځولي او همدارنګه هڅه کوي چې د سمندر له لارې د مرستو رسولو دهلیز هم جوړ کړي.

د قبرس ولسمشر نیکوس کریسټودولایډز په ایکس کې وویل چې د غزې په لور په بشري مرستو د بار بیړۍ خوځېدل "د ملکي وګړو لپاره د ژوند هیله" رامنځته کوي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا ون دیرلاین وویل، غزې ته د مرستو وړونکې کښتۍ روانېدل د "هیلې نښه" ده.

هغې په ایکس شبکه کې په یو بیان کې وویل: "موږ به د ډیرو نورو کښتیو د لیږلو دپاره په ګډه کار وکړو. موږ به د فلسطینیانو سره د مرستې لپاره په خپل ځواک کې هرڅه وکړو."

قبرس غزې ته د اروپايي اتحادیې تر ټولو نږدې پروت غړی هیواد دی. د اروپايي اتحادیې غړیو هېوادونو غزې ته د مرستو رسولو د سمندري دهلیز جوړولو دپاره د قبرس د پلان ملاتړ کړی دی.

د اوپن ارمز هسپانوي خیریه موسسې د "نړیوال مرکزي پخلنځي" په نوم یوې امریکايي نادولتي موسسې سره په ګډه غزې ته په مرستو بار بیړۍ لیږلې ده.

د نړۍ مرکزي پخلنځي موسسې په ایکس شبکه کې وویل چې د غزې لپاره لیږل شويو مرستو کې "وریجې، اوړه، لوبیا، په قطیو کې اچول شوي سبزیجات او پروټین شامل دي... زموږ موسسه کار کوي چې د امکان تر حده [غزې ته] په مرستو بار کښتۍ واستوي."

تمه ده چې دغه کښتۍ د سه شنبې یا چهارشنبې په شپه غزې ته ورسېږي او تنظیموونکو یې د امنیتي دلایلو له کبله په غزه کې د لنګر اچولو ځای نه دی علان کړی.

مرستندویه ادارو او بهرنیو حکومتونو ویلي چې غزې ته د ځمکې له لارې د مرستو رسول او ویشل د اسرائیل د بمباریو او د مرستو د لاریو د پلټلو له کبله له پراخو خنډونو سره مخ شوي.

اسرائیل په غزه کې پر بشري سازمانونو تور لګولی چې په اغیزمنه توګه مرستې نشي ویشلی.

متحده ایالاتو ویلي چې د غزې په ساحل کې د یو موقتي بندر په جوړولو سره به د سمندر له لارې غزې ته د اړینو بشري مرستو رسولو چاره تقویه کړي.