شیرخان بندر، د ماهیانو د خوړلو میله ځای

د افغانستان د بیلا بیلو سیمو نه خلک د کندوز ولایت د شیرخان بندر ته د ماهیانو د خوړولو لپاره ځي.

یوه ډله ځوانان د کندوز له ښاره شیرخان بندر ته د مېلې لپاره راغلي، د موټر دروزاې یې خلاصې پریښي، د امو د سیند په شګلنه ځمکه باندې اوږده اوږده غځیدلي او له سندرو اوریدو خوند اخلي:

نور ځوانان سیند ته تیږې ګوزاري او دکاڼو د ویشتو مقابله کوي خو دوي چې تر ډيره لمر ته ناست وو اوس غواړي بیرته لاړ شي؛ تر منځ یې څه کش وګیر زیات دی:

دوي شوخي کوله خو خبرو یې یو پیغام درلوده، ددغه ولایت خلک له تیرو دوه کالو راپه دیخوا جګړو او په ښار کې بې بندوبارۍ ځورولي دي، یوه نیمه ډله ځوانان کله کله د فکر بدلولو په خاطر له ښاره باندې ووځي.

د نورو ولایتونو خلک هم چې کله کندوز ته راشي د شیرخان بندر د لیدو هیله لري، دلته خلک د ماهیانو د خوراک او د امو سیند د لیدو لپاره ورځي، له کندوز ښار څخه راغلی یو تن ځوان محمد رحیم الهام وايي چې د ماهیانو د خوراک لپاره راغلی و: " مونږ دلته د ماهیانو د خوراک لپاره راغلي یو، دا ځای د چکر او سیاحت ځای دی، نو ځکه له ملګرو سره راغلو."

د شیرخان بندر بازار هم د نورو بازارونو غوندې ریکشاګانې نه لري چې شور په کې وي، دلته د ماهي پز د تیره تبرګي هغه غږ هم اوریدل کیږي چې لوی لقه ماهي پرې پاکوي او غوښه یې ټوټه کوي:

د محمدرحیم ماهیان نور پاخه دي هغه ته ښه اشتها؛ خو محمد ولي چې ماهيان پخوي او د دوکان مخکې یې ډول ډول ماهیان له اوبو په ډکو لوښو کې پراته دي؛ یو نیم لا په کې اوس هم ژوندی دی، د هغه په لاسونو پورې د ماهیانو سپین پتري نښتي ځکه چې لږ مخکې یې ماهیان پاک کړل.

د ماهیانو د ډولونو په اړه هم معلومات لری چې د امو په سیند کې څو ډوله ماهیان پیدا کیږي او وايي خلک هغه ماهیان زیات خوښوي چې لشې ونه لري او په اسانۍ وخوړل شي: " دلته ډول ډول ماهیان شته، هر ډول ماهیان خرڅیږي، خو لقه ماهي زیات خرڅیږي چې په ۴۰۰ افغانۍ یې کیلو اخلي او په ۴۵۰ یې پلوري."

په دغه بندر کې د کندوز د دوه سقوطونو نه مخکې ګڼه ګوڼه زیاته وه، چې ورسره یې د سیمې د خلکو کاروبار هم ښه و.

محمد ولي د تیرو کلونو یادونه کوي او وايي چې ښې پیسې به یې ګټلې خو جګړو ددغه بازار ګڼه ګوڼه داسې ورکه کړه چې اوس خلک دغه بازار ته د ورتګ نوم هم په خوله نه اخلي.

د شیرخان بندر په سیمه کې شاوخوا لږ لرې کلي هم شته خو هر چا د خپلې زراعتي ځمکې په سر کور جوړ کړی پخوا دومره شین نه و اوس په کې ونې زیاتې شوي او د را روان ژمي په خاطر یې د ونو د پاڼو رنګونه زیړ شوي دي.

د امو سیند په ځینو ځایونو کې یوه لیکه او په ځینو ځایونو کې بېلۍ بېلۍ بهیږي، د سیند پر غاړه ځنګلي بوټي په پسته شګینه خاوره کې راشنه دي.

دا وخت چې د سیند اوبه کمې او تر نور وخت رڼې دي خلک په کې ماهیان نیسي، د سیند په هواره سینه اوس هم څو ځایه ښکاري چې خلک د موټرو په ټوپونو ناست دي او له پخوا غځول شوي تار نه ماهیان راټولوي: "ماهیګیران ماهیان نیسي او مونږ یې ترې اخلو."

شیرخان بندر له تاجکستان سره د کندوز سرحدي بازار دی له جګړو دمخه له دغه لارې هره ورځ په لسګونو ډوله تجارتي او ترانزیټي مالونه تیریدل، خو اوس یې تجارتي کارونه کم شوي او خلک یوازې د سیند له دې غاړې څخه د تاجکستان د خوا د خړو دښتو دیدن کوي.