لغمان کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پنځه ملکي وګړي وژلي

عکس (ارشیف)

حکومتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت د الینشګ ولسوالۍ په کوټالۍ سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند تورن مقصود صاحبزاده نن یکشنبه جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې توغولې چې د کوټالۍ سیمه کې پر یو کور لګېدلې او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمود امریکا غږ ته وویل چې مرمۍ د دوی د یوه خپلوان پر کور لګېدلې ده چې له امله یې د هدایت الله په نامه سړي مېرمن او څلور اولادونه چې دوه یې نارینه او دوه ښځینه دي وژل شوي او پخپله هدایت الله ټپي دی.

محمود وویل چې په دغه پېښه کې یو د غېږې تيخور ماشوم هم وژل شوی دی.

د لغمان د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبد الرحیمزي امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه دا روښانه، نه ده چې مرمۍ حکومت ویشتلې او که طالبانو خو سیمه کې جنګ اوس هم روان دی.

طالبانو ویلي چې د هاوان دغه مرمۍ حکومتي ځواکونو ویشتلې ده.