له کابل څخه هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور ۵ تنه نیول شوي

د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، افغان پولیسو په تیره یوه اونۍ کې د مخدراتو د قاچاق د ۱۱ قضیو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو مسؤل احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، په دغو قضیو کې ۵ تنه هغه قاچاقبران هم شامل دي، چې غوښتل یې له کابل څخه ډهلي ته هیروئین قاچاق کړي.

ښاغلي مؤحد وویل "په دغو قضیو کې ۵ تنه هغه کسان شامل دي، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې یې هندوستان ته د مخدره موادو د قاچاق هوډ درلود، دوی د پولیسو او د مسکراتو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز موظف څارنوال له‌خواه پیژندل شوي او نیول شوي دي".

هغه زیاته کړه، چې پاتې ۱۰ تنه قاچاقبران په کابل، پروان، کندهار، بدخشان، کاپیسا، لغمان او بلخ ولایتونو کې له مخدره موادو سره لاس په لاس نیول شوي دي.

په نیول شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، افغان ځواکونو له دغو کسانو څخه څه باندې ۹ کیلوګرامه هیروئین، نږدې ۳۹ کیلوګرامه اپین، څه باندې ۱۵۱ کیلوګرامه چرس، ۹۴ ګرامه ښيښه او یوه اندازه پیسې کشف او ضبط کړي دي.