طالبان: که د نشه يي موادو مخه ونه نیول شي، ټول افغانان پرې اخته کېدای شي

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا یو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي‌ چې طالبان په افغانستان کې د نشه‌يي‌ موادو له منځه وړلو ته ژمن دي.

حنفي‌ د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا ۶) یوې غونډې ته وویل چې د اټکلونو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه‌يي‌ موادو روږدي دي.

هغه زیاته کړه:"د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان شاوخوا پنځه میلیونه نفوس روږدی شوی دی، د یو ۴۰ میلیوني ملت پنځه میلیونه چې روږدي شي‌ نو فیصدي یې تاسې حساب کړئ“.

د هغه په وینا له دې شمیرې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي "که خدای مه کړه څو کاله نور د دې مخنیوی ونشي او همداسې دوام ولري د افغانستان ټول ملت به په دې مصیبت اخته شي“.

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې په نشه‌يي موادو د پنځه میلیونه افغانانو د اخته کیدو خبره کوي چې له دې وړاندې د امریکا او افغانستان د یوې ګډې سروې په اساس په دغه هیواد کې په نشه‌يي‌ موادو د درې میلیونه وګړو د اخته کیدو اټکل شوی و.

دا سروې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نشه‌يي‌ توکو او د قانون د حاکمیت د نړیوالې ادارې(INL) او د تیر جمهوري‌ حکومت د روغتیا وزارت له خوا په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوې او له هغې وروسته په دې برخه کې بیا سروې نه ده شوې.

دا سروې ښيي‌ چې پر نشه‌يي‌ توکو اخته د درې میلیونه افغانانو له شمیرې یو میلیون یې ماشومان او اووه فیصده یې میرمنې دي.

حنفي‌ وویل چې په افغانستان کې په نشه‌يي‌ موادو د روږدو کسانو د راټولولو او د هغوی د درملنې لپاره په جدي‌ ډول کار روان دی.

مولوي حنفي‌ همدا شان وویل اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په افغانستان کې د هر ډول نشه‌يي موادو د کښت،‌ تولید او استعمالولو د مخنیوي لپاره جدي تصمیم لري او په دې برخه کې یې ځانګړې پالیسي جوړه کړې ده.

افغانستان د نړۍ د اپینو یو له سترو تولیدوونکو هیوادونو څخه دی چې هم‌مهاله ورسره پر نشه‌يي موادو د روږدیتوب له ستونزې سره مخامخ دی.