۲۰۱۸ کې جګړو او ناامنیو هره ورځ ۱۱ افغانان وژلي- یوناما

یوناما وايي تېرکال د ملکي افغانانو مرګ‌ژوبله ۵٪ زیاته شوې

د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) کلنی ریپوټ ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۵ فیصده لوړه شوې ده.

یوناما د ۲۰۱۸ کال د ملکي تلفاتو په راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ (کب/حوت ۵مه) خپور شو، ویلي چې تیر کال د وسله‌والو شخړو په نتیجه کې ۱۰۹۹۳ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دې راپور کې ویل شوي، چې ۳۸۰۴ ملکي وګړي په جګړو او د ناامنیو په نورو پیښو کې وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپيان شوي دي.

یوناما ویلي، چې دغه شمیره د تیرو کلونو په پرتله د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې "بې‌ساری زیاتوالی" ښيي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ٢٠١٨ کې ملکي مرگ ژوبله

د یوناما د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي وو او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي وو.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې د وړم کال په پرتله تیرکال په جګړو او د ناامنیو په نورو پېښو کې د ملکي افغانانو د وژنې په کچه کې ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

یوناما د ملکي افغانانو د ۶۳ فیصده مرګ‌ژوبلې مسولیت د افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي "۳۷ سلنه یې طالبانو، ۲۰ سلنه یې داعش/د اسلامي دولت خراسان ولایت ډلې او شپږ سلنه یې نامعلومو دولت ضد عناصرو ته منسوب شوي".

دغې ادارې په ۲۴ فیصده ملکي تلفاتو کې د افغان حکومت‌ پلوه ځواکونه ګرم ګڼلي.

د یوناما د ریپوټ په اساس، ۲۰۱۸ کال کې د ملکي وګړو د تلفاتو له مجموعي شمیرې څخه ۱۰ فیصدو ته یې د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ مخامخ نښتو کې مرګ‌ژوبله اوښتې، چې کوم مشخص لوري ته نه دي منسوب شوي.

یوناما ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان په راکټي بریدونو کې ۱ فیصده ملکي وګړو ته تلفات اوښتي او پاتې دوه فیصده له جګړې څخه پاتې شوي چاودیدونکو موادو له امله رامنځ ته شوي دي.

یوناما د جګړې ښکیلو غاړو ته سپارښتنه کړې، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره نړیوالو منل شوو اصولو او نافذه قوانینو ته درناوی وکړي او خپل پوځي عملیات داسې پلان کړي، چې په کې ملکي وګړو ته زیان ونرسیږي.