له کابل څخه ډهلي ته د مخدراتو د قاچاق په تور ۵ تنه نیول شوي

د افغانستان د مسکراتو او مخدره توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۷ وروځو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو مسئول احمدخالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، په نیول شوو کسانو کې پنځو تنو یې غوښتل، چې ۳.۶۸۵ کیلوګرامه هیروئین د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګرڅخه د هندوستان ډهلي ښار ته انتقال کړي.

ښاغلي مؤحد وویل "نیول شوي کسان له اړوندو دوسیو سره د عدلی اوقضایي څیړونو لپاره د مسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته سپارل شوي دي".

هغه زیاته کړه، دغه کسان په کابل، بلخ، خوست، ننګرهار، اروزګان او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا له نیول شوو کسانو څخه څه باندی۳کیلوګرامه هیرویین، نږدې ۱۷۸کیلوګرامه اپین او څه دپاڅه۵۸۰کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي.

هغه دغه راز وویل، چې له دغو کسانو څخه ۱۵۰۰ ډالره، ۹۰۰۰هندي کلدارې، ۱۵۳۰۰پاکستانۍ کلدارې، ۱۶سیټه ټیلفونونه او ۳ بیلابیل ډوله موټر ترلاسه شوي دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې په دې موده کې د دغه مرکز ابتدائيه محکمې په خپلو علني غونډو کې، ۱۰ تنو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده او دغه راز د یاد مرکز استیناف محکمې ۱۱ تنه په تنفیذی حبس محکوم کړي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ د روان کال په جدي میاشت کې د مخدراتو د قاچاق په تور د ۷۳ تنو دوسیې، چې په کې دوه دولتي موظفین، درې ښځې او یو ایرانی وګړی هم شامل وو، د عدلي او قضايي څیړونو په موخه دمسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استول شوې وې.