په یمن کې د ملګرو ملتونو ۵ کار کوونکي تښتول شوي

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د ملګرو ملتونو د دې مامورینو د تښتولو ادعا نده کړې.

ملګري ملتونه وایي د دې نړیوال سازمان پنځه مامورین د یمن په جنوب کې تښتول شوي.

د دې نړیوال سازمان یوې ویاندې ایري کانیکو یکشنبه فبروري ۱۳ (سلواغې۲۴) د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې دا مامورین د یو ماموریت تر بشړولو وروسته د عدن ښار ته روان چې د جمعې په ورځ په جنوبي ولایت آبین کې وتښتول شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د ملګرو ملتونو د دې مامورینو د تښتولو ادعا نده کړې، خو میرمن کانیکو وایي چې ملګري ملتونه د چارواکو سره په اړیکه کې دي چې دا کسان په خوندي توګه خوشې شي.

په همدې حال کې په یمن کې چارواکو ویلي چې دا کسان د القاعده شبکې پورې اړوندو وسله والو تښتولي دي. دې چارواکو ویلي چې څلور تښتول شوي کسان د یمن اتباع او پنځم یې بهرنی دی خو معلومه نده چې د کوم هیواد تبع به وي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، پایتخت صنعا په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه، د عدن ښار د حکومت په مرکز بدل شو.

د یاغیانو ددې اقدام نه تقریباً یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د حکومت په پلولۍ په یمن کې په حوثیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې. د یمن په کورنۍ جګړې کې تر اوسه سلګونه زره کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د یمن په جګړې کې شاوخوا ۳۷۷ زره کسان تر اوسه وژل شوي او پدې هیواد کې ډیری خلک د ژوند اساسي شیان لکه د څښاک اوبه، خواړه او روغتیایي خدمات نلري.

په یمن کې جګړې په میلونونو کسان بې ځایه کړي هم دي او ملګرو ملتونو پدې هیواد کې تر ټولو د ناوړه بشري ناورین خبر ورکړی.