ننګرهار او پکتیا کې سېلابونو ۱۰ تنه وژلي

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله اوه تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت دوالي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې په مړه شوو کسانو کې دوه ماشومان او دوې ښځې شاملي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرې ورځې سېلابونه د سرخرود، روداتو، بهسودو، چپرهار او هسکې مېنې ولسوالیو کې راوتلي چې څلور کسان یې زخمیان کړي هم دي.

خوګیاڼي وویل، چې راوتلو سېلابونو د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې ۵زره هکتاره کرنیزه ځمکه او ۳۶۰ کورونه تخریب کړي دي.

د تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دې تر څنګ د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي هم وايي، چې ددغه ولايت په اريوب ځاځي او څمکني ولسواليو کې هم د بارانونو له کبله درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يادې ادارې رئيس شادېم هلال امريکاغږ ته وويل، چې يوه پېښه په اريوب ځاځي کې د يوې کوټې د چت پرېوتو له امله رامنځته شوې، چې دوې ښځې يې مړې کړي، يوه ښځه او يو سړی يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه چې په څمکنيو ولسوالۍ بيا سيلاب يو کس وړی دی.

نوموړي وويل چې له دغو کورنيو سره يې د مرستو لپاره جدي ګام اخيستی دی.