سیلابونو بیا په هرات کې اته تنه وژلي

د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت وايي په تیرو دوو ورځو کې په ۱۴ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي دي.

په تیرو دوو ورځو کې ( وري ۲۶ او ۲۷مه) د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې دباران د سخت اورښت وروسته سیلابونه راوتلي، چې تراوسه په دغو سیلابونو کې یوازې په هرات ولایت کې د اته تنو د وژل کیدل تائید شوي دي.

سیلابونو په کابل کې هم خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي او د ښار په دننه کې يې په یو شمیر سیمو کې د تګ راتګ په برخه کې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د سه شنبې په ورځ ( وري ۲۷ مه) د کابل ښار له هغو سیمو لیدنه وکړه، چې په دغه ښار کې په سیلابونو کې ورته زیان ر سیدلی دی.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوشنبې د ورځې ( وري ۲۶ مې) راهیسې د نن ورځې سهار پورې په سیلابونو کې اته تنه وژل شوي او لس تنه ژوبل شوي دي.

د هرات ولایت کې د امریکا غږ خبریال وايي، چې په دغه ولایت کې سیلابونو شدت دومره زیات وو، چې ډیر خلک یې خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د اوړمې ورځې راهیسې دغه ولایت کې د باران اورښت پیل شوی، چې له امله یې په لسو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي، چې د ځاني زیان سربیره یې خلکو ته زیات مالي زیانونه هم اړولي دي.

ښاغلي فرهاد وویل، چې دوه تنه په ادرسکن ولسوالۍ کې، دوه تنه د زاول په ولسوالۍ کې او یو تن د "اوبې" په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله وژل شوي دي.

دغه راز د هرات ولایتي چارواکي وايي، سیلابونو د هرات – کندهار په لویه لار د ښوراوک ولسوالۍ په اوږدو کې د دغې لویې لارې یوه برخه هم ویجاړه کړې ده، خو لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي، چې د هرات سربیره په کابل، پروان،کاپیسا، پنجشیر، لوګر، فراه، میدان وردک، دایکنډي، جوزجان، فاریاب، بادغیس، زابل، لغمان او د کونړ په ولایتونو کې هم په تیرو دوو ورځو کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

دغه وزارت مرستیال ویاند حشمت الله خان بهادري امریکا غږ اشنا راډیو ته د تیرو دوو ورځو سیلابونو کې د څلوږو تنو وژل کیدل تائید کړل.