ختیځ کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

ننګرهار کې د سیلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي او تر ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د وړمې شپې باران او سېلابونو له امله د چارواکو پر وینا درې ماشومان مړه شوي او یوه کوچنۍ انجلې ټپي شوې ده او همدا راز تر ۲۵۰ کورنه زیانمن شوي چې ځینې پکې بیخي ړنګ شوي دي.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل "یوه ماشوم د جلال اباد ښار عربانو ګولايي کې د چت پرېوتو پېښه کې مړ شوی، بله پېښه د کامې ولسوالۍ په ماما خېلو سیمه کې وه چې د اورښت له امله د ډنډ شویو اوبو منځ ته دوه ماشومان لوېدلي وو او مړه شوي وو".

خوږیاڼی وايي ډېر کورونه په جلال اباد ښار او همدا شان کوز کونړ، سرخرود، کوټ، مومندرې، بټي کوټ، بهسود او دور بابا ولسوالیو کې تخریب شوي چې شمېر یې تر دوه نیم سوو رسېږي.

خوږیاڼی وايي د ننګرهار والي ګلاب منګل د طبعیي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ته لارښوونه کړې تر څو دقیقه سروې وکړي او مستحقو کورنیو سره مرسته وکړي.

ددغو اورښتونو له امله د ډېرو خلکو ځمکې هم تخریب شوي دي.

د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي وحید الله امریکا غږ ته وویل چې، کور یې تخریب شوی او همدا شان یې سېلاب دوه جریبه ځمکه تخریب کړې ده.

نوموړی وايي حکومت باید له دوی سره بېړنۍ مرسته وکړي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ډېر ژر به زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شي.