د پروان غوربند دره کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

عکس (ارشیف)

د پروان چارواکي وايي، د دغه ولایت په غوربند دره کې د سېلابونو راوتلو له امله څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پروان ولایت ویاندې وحیده شهکار نن سه شنبه چنګاښ۱۰ (جون۳۰) امریکا غږ ته وویل چې دغه سېلابونه د غوربند په شینواري ولسوالۍ کې بهېدلي چې په نتیجه کې یې د خلکو یو شمېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.

د پروان ولایت ویانده وايي چې دغه طبیعي پېښې د ځاني زیان تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي.

اغلې شهکار زیاته کړه چې تر اوسه له ویجاړ شویو کورونو نه څلور ماشومان راویستل شوي او یو بل ۱۳کلن ماشوم ټپي دی.

له بلې خوا د شینوارو ولسوال محمد اکوګل محمدي وايي چې دغه سېلابونه نن سهار د ډېر باران له اورېدو وروسته راوبهېدل.

هغه وايي چې د تلفاتو د ډېروالي احتمال شته.

ښاغلي محمدي وویل چې له همدې پېښې له امله د کابل-بامیانو لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.