افغانستان کې سیلابونو په یوې اونۍ کې ۱۰۴ کسان مړه کړي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کي د طالبانو حکومت وزارت وايي چې د تیرې یونې اونۍ راپدېخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۱۹ کسان مړه شوي او ژوبل شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د سې شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) ناوخته په یو لېږلي پيغام کې ویلي چې روانه اونۍ د افغانستان په څلورو ولایتونو پروان، ننګرهار، عزني او کاپیسا کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۴۳ کسان مړه شوي او ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې له یادو کسانو څخه ۲۹ تنه په پروان، څلور تنه په ننګرهار، پنځه تنه غزني او پنځه تنه په کاپیسا کې مړه شوي او همدارنګه په یادو ولایتونو کې ۱۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا تېره اونۍ هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې چارو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستیال همدارنګه ویلي چې د سېلابونو له امله یو شمېر کسان لادرکه شوي او په سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه یې تخریب کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان دي.

میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، پروان، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کاپیسا او کندهار هغه ولایتونه دي چې ویل کیږي وروستیو سېلابونو سخت ځپلي دي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم روانه اونۍ وویل چې دوی د افغانستان سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو رسولو لړۍ پيل کړې، خو هغه وویل چې اوښتو زیانونو ته کتو دغه مرستې کافي نه دي او له نړیوالو خیره بنسټونو څخه یې زیانمن شوو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.