د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو په اړه خبرداری

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو په دوام د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په را تلوونکو درې ورځو کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اوبو او نرژۍ وزارت نن شنبه اګست ۲۱ (زمري ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د هوا پيژندنو کورنیو او بهرنیو ادارو د زمري میاشتې له ۲۹ څخه بیا د همدې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دغه ولایتونو کې کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، د پروان ولایت غوربند، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزنی، کوکچه، تالقان، بامیان، د بغلان ولایت اندرآب، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، ترینکوت، ارغنداب، نیمروز او فراه شامل دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه سیمو کې د سېلابونو را وتلو له امله د اوبو کچې لوړېدو احتمال شته. دوی د سیندونو څنډو ته نژدې خلکو څخه غوښتي چې په دغه ورځو کې د یادو سیمو څخه لیري شي.

بیان زیاتوي: "له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي."

له دې سره هم مهاله نن شنبه هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې تر سختو بارانونو وروسته د سېلابونو راوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په چیک او سید اباد ولسوالیو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله ۳۰ کورونه نړېدلي، ګڼ څاروي مړه شوي او کلیو ته تلوونکي ګڼې فرعي لارې او پل پلچکونه او کرنیزې ځمکې هم تخریب کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کي د طالبانو حکومت وزارت په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د ۱۰۴ کسانو د مړینې او ۱۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.