د لوګر 'خوشي' کې سېلابونو څه باندې ۱۰ کسان مړه کړي، لسګونه کورونه نړېدلي

طالب چارواکي وايي، د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د تیرې ورځې سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني زیانونونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تېره شپه د لوګر ولایت مقام لخوا خپره شوې اعلامیه ویل شوي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په خوشي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله څه باندې ۱۰ کسان مړه شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

په بیان کې ویل شوي چې په خوشي ولسوالۍ کې د ځاني زیانونو ترڅنګ، لسګونه کورونه نړېدلي او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او فصلونه هم تخریب شوي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله په خوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته اوښتي زیانونه بېساري بللي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې د یادې ولسوالۍ له خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو او انځورنو کې هم لیدل کیږي چې د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ ځینې برخې سېلابونو وړي او خلک یې د مرستې غوښتنه کوي.

د یو بل خبر له مخې د لوګر په ګاونډ میدان وردګ ولایت کې هم خلکو ته د سېلابونو له امله پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

ویل کیږي د دغه ولایت په چک، سید اباد، جلګې، نرخ، او جلرېز ولسوالیو کې د تیرې شپې سېلابونو له امله ۶۰ کورونه نړولي دي.

د دې ترڅنګ په لغمان ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د بندېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

بلخوا د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې د لغمان ولایت د قرغي ولسوالۍ په مندور سیمه کې د سېلابونو له امله د برښنا څلور پایې تخریب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په را تلوونکو درې ورځو کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اوبو او نرژۍ وزارت پرون شنبه اګست ۰۱ (زمري ۲۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې د هوا پيژندنو کورنیو او بهرنیو ادارو د زمري میاشتې له ۲۹ څخه بیا د همدې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دغه ولایتونو کې کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، د پروان ولایت غوربند، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزنی، کوکچه، تالقان، بامیان، د بغلان ولایت اندرآب، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، ترینکوت، ارغنداب، نیمروز او فراه شامل دي.

بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کي د طالبانو حکومت وزارت په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د ۱۸۰ کسانو د مړینې او ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.