اوچا: تېره اونۍ افغانستان کې سېلابونو ۶۳ کسان مړه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا (اوچا) وايي، د تیرې یوې اونۍ راپدېخوا افغانستان کې د بارانونو او سېلاونو له امله ۶۳ کسان مړه شوي او ۱۱۵ نور ټپيان شوي دي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ ناوخته (اګست ۲۴ (وږې دوهمه) په افغانستان کې د طبیعي پېښو په اړه خپل پنځم راپور کې ویلي چې د روانې اګست میاشتې له ۱۶ مې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې د دغه هیواد ختیځې، جنوب ختیځي، جنوب لوېدیځې، جنوبي او مرکزي سیمې د سېلابونو راوتلو شاهدانې وې.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان په کونړ، لغمان، نورستان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا او پروان ولایتونو کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږۍ اداره زیاتوي چې په لوګر، میدان وردګ او پروان ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۶۰ تنه ورک شوي هم دي.

اوچا وايي د لومړنیو معلوماتو له مخې د تیرې اونۍ سېلابونو له امله په ۱۳ ولایتونو کې ۸۲۴۶کورونه په بشپړه توګه تخریب او یا څه ناڅه زیانمن شوي دي.

د دوی په وینا لوګر، ننګرهار، لغمان او خوست هغه ولایتونه دي چې وروستیو سېلابونو زیات ځپلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۵۶ کسان مړه شوي چې ۱۱۸ یې یوازې په روانه اګست میاشت کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا نسبت ۲۰۲۱ میلادي کال ته د سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر کې ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي. اوچا زیاتوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۴۷ کسان مړه شوي و چې ۱۲۷ کسان یوازې د تیر کال په جولای میاشت کې په نورستان کې د طبیعي پېښې له امله مړه شوي و.

پر همدې مهال طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت تېره ورځ وویل چې روانه میاشت په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي دي.

طالب چارواکي وایي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د زرګونو کورونو ترڅنګ په زرګونه جریبه کرنیزي ځمکې او فصلونه هم تخریب کړي دي. خو ویل کیږي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله اوښتي ځاني او مالي زیانونه تر هغه زیات دي چې ښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان دي.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.