په ترکیه کې سیلابونو ۴۴ کسان مړه کړي 

سیلابونو یو شمېر ودانۍ هم نړولې دي

په ترکیه کې چارواکي وايي د سختو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۴ تنه مړه شوي او نور ډېر مالي زیانونه هم اوښتي‌دي.

د ژغورنې ډلو د شنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري۲۳) ړنګې شوې او زیانمنې شوې ودانۍ پلټلې چې په کې ګېر‌ خلک راوباسي.

دا په یوې میاشتې کې په ترکیې کې دویمه بده طبیعي پېښه بلل کیږي.

د تورې بحیرې په سیمه کې د «بوزګورت» په ښار کې ډېر زیانونه اوښتي‌ دي. دغلته د «کاستامونو» په ولسوالۍ کې ۳۶تنه مړه شوي دي. اوه تنه په «سنپو» او یو بل کس په «بارتېن» کې مړه شوي دي.‌

په دغو سیمو کې په تېرو دریو ورځو کې ۱۸ انچه بارانونه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس اخیستل شویو تصویرونو او ویدویګانو کې ښودل کیږي چې سیلابونو ډېر زیانونه اړولي دي.

د یوې زیانمنې شوې کورنۍ یو غړي الیاس وویل: «دا یو غیر مترقبه کار و. برېښنا نشته، تیلیفونونو کې چارج خلاص دی او کار نکوي. له هېچا خبر نه یو. موږ فقط انتظار کوو او نه پوهېږو چې سیلابونه لا هم روان دي که نه. زموږ ښځې او ماشومان ویرېدلي دي. پولیس راغلل موږ یې له ودانۍ وویستلو او د تیلو یو ستېشن ته یې انتقال کړو.»

سیلابونو ودانۍ او تاسیاست ړنګ کړي دي او یو شمېر خلک د ودانیو په غورځېدو کې مړه شوي ‌دي.

د سیمې اوسېدونکي لا هم د خپلو ورکو شویو عزیزانو په انتظار ناست دي.

د «کالابالېګ» په نامه یوې مېرمنې وویل: «زما ترور او زامن یې هلته دي. مېړه یې ورک دی. دوه غبرګ لمسیان یې ورک دي. زموږ د ودانۍ د مدیر ښځه او دوه ماشومان یې هم ورک دي.»

دا سیلابونه داسې مهال راوتلي چې چارواکي د ترکیې په شمال کې د ځنګلي اورو په کابو کولو اخته دي.