افغانستان د آسیا د جنوب د فوټبال د جام فاینل ته لاړ

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم تر اوسه ددې جام په ټولو لوبو کې بریالی شوی دی.

د افغانستان او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ د آسا د جنوب د جام په نیمه پای لوبه کې افغان لوبغاړو له پیل څخه پر بریدونو پیل وکړ خو د سریلانکا د دفاع خط هڅه وکړه چې د افغان لوبغاړو د زیات گول وهلو مخه ونیسي.

افغان لوبغاړو د لوبې په دولسمه دقیقه کې د گول وهلو فرصت ترلاسه کړ، خو توپ د افغان مهاجم څخه لږ وړاندې شوت شو چې افغان مهاجانو ترې گټه وانخستلای شوه.

د لوبې تر ۴٦ دقیقې پورې لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي روانه وه. خو ددې سیالې بڼې هغه وخت تغییر وموند چې د افغانستان لوبغاړي سید محمد هاشمي د سر په یو په زړه پورې ضربې لومړنی گول وواهه.

افغانستان د لوبې دوهمه نیمایي د یو گول په مخکې والي سره پیل کړه. خو لږ وخت لا نه و تیر شوی چې بل افغان لوبغاړي کنشکا طاهري د سریلانکا د ټیم په جزایی محوطه کې له دریو ښکلیو پاسونو وروسته په یو عالي شوت سره د لوبې په پنځمه دقیقه کې د سریلانکاه دروازه په نښه کړه او لوبې دوه د صفر په وړاندې نور هم جدي بڼه غوره کړه.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ترینر پیتر شگرت، په یوه مرکه کې وویل "زه یو د صفر په مقابل کې نتیجه نه خوښوم." ښایي همدا فکر ددې سبب شوی وي چې د لوبې د تفریح په وخت کې یې افغان لوبغاړو ته ویلي چې د زیاتو گولونو توقع لري.

د دوهم گول څخه څو دقیقې وروسته افغانستان یوه پنالتي شوت ترلاسه کړ او خیبر اماني په ښکلی ځمکني شوت سره توپ د سریلانکا دروازه په نښه کړه او افغانستان درې د صفر په مقابل کې د لوبې مخکښ شو.

خیبر اماني ددې گول په وهلو سره ددې جام په لوبو کې تر اوسه څلور گولونه وهلي دي چې په دې توگه یې د ښه گل وهونکي لقب ترلاسه کړی دی.

د لوبې د دوهمې نیمایي په ٧٧ دقیقه کې افغانستان څلورم گل وواهه چې افغان لوبغاړي هاتفي له لېرې څخه د یو آزاد شوت په ضربې سره د سریلانکا دروازه د څلورم ځل لپاره د افغانستان په گټه پرانستله او لوبه څلور د صفر پر وړاندې لا گرمه شوه.

خو افغان لوبغاړو چې حریف یې وارخطا کړې و په څلور گولونو بسیا ونه کړه او فیصل شایسته د افغانستان پنځم گول وواهه.

د افغانستان ملي ټیم په دې گول سره د آسیا د جنوب په جام کې شپاړس گولنه ووهل او پایبوبې ته یې لاره وموندله.

ټاکل شوې چې افغانستان د یکشنبې په ورځ ددې جام وروستۍ لوبه د هند په وړاندې ترسره کړي. هند چې ددغو لوبو کوربه هیواد هم دی هڅه به وکړي چې دا ځل جام د دوی په کور کې پاته شي.

د فوټبال کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د ټیم د تمرینونو په گډون د کمو آسناتیاو په وجه به د سختې سیالۍ سره مخامخ شي.

هند تر اوسه شپږ ځلې ( ١٩٩٣، ١٩٩٧، ١٩٩٩، ٢٠٠٥، ٢٠٠٩ او ٢٠١١) کې د آسیا د جنوب د فوټبال د جام د قهرمانۍ لقب گټلی دی او افغانستان یواځې په ٢٠١٣ کې هند ته د لومړي ځل لپاره دوه د صفر په مقابل ماتې ورکړې وه او ددې جام قهرماني یې گټلې وه.

راپور: قدیر مشرف