۴۰۰۰ پاکستاني پوځیان قطر کې د فوټبال نړیوال جام امنیت ساتي - راپور

عکس: آرشیف

په لومړي ځل پاکستاني پوځیان د فوټبال نړیوال جام لوبو د امنیت ساتلو دپاره ګمارل شوي دي.

په ۴۰۰۰ پاکستاني سرتیرو کې چې قطر ته تللي، ددغه هېواد د هوايي او سمندري ځواکونو د مختلفو رتبو عسکر شامل دي. دوی د لوبغالو او هوټلونو امنیت ساتي.

پاکستان وايي، د قطر په غوښتنه یې دا عسکر لیږلي دي. یوه پاکستاني چارواکي له دې امله چې په دې اړه د نظر د څرګندولو صلاحیت نلري، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "په لومړي ځل زموږ ورور اسلامي هېواد کې ستره لوبه کیږي، ډیرو تدابیرو ته اړتیا لري. د همدې دپاره د قطر په غوښتنه پاکستان خپل عسکر ورولېږل."

دغه چارواکی وايي، دا سرتیري چې د لوبغالو دننه او دباندې د مختلفو ځایونو امنیت نیسي، له وړاندې د برتانوي او قطري نړیوالو روزونکو لخوا په همدې موخه روزل شوي دي.

په قطر کې ددې جام د روانو لوبو د امنیت د خوندي کولو دپاره د ۱۳ هېوادونو امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي. په دغو هېوادونو کې د پاکستان تر څنګ بحرین، فرانسه، جرمني، ایټالیا، اردن، کویټ، د فلسطین اداره، پولنډ، سعودي عربستان، هسپانیه، ترکیه او امریکا شامل دي. پاکستان تر ټولو زیات ځواکونه لیږلي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د قطر له خوا د نړیوال جام کوربه توب ستایلی. هغه په ټوېټر کې خپاره شوي یوه پیغام کې لیکلي، "نړۍ به د قطر غوره تاریخ، کلتور او مېلمه پالنه تجربه کړي."

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم د لوبو د کوربه توب دپاره د قطر د بري هیله کړې ده. هغه په ټویټر کې لیکلي: "په لومړي ځل یو اسلامي هېواد په نړۍ کې د لوبو د تر ټولو ستر ټورنمنټ کوربه توب کوي. ټولو ګډون کوونکو ټیمونو ته بری غواړم."

د راپورونو له مخې، قطر ته د لېږل شویو عسکرو د شمېر له مخې، ترکیه دوهم ځای لري، ترکیې شاوخوا ۳۰۰۰ د مظاهرو کنترولوونکي پولیس د نړیوال جام د امنیتي تدابیرو سره د مرستې په خاطر قطر ته لېږلي دي. په دغه شمېر کې، د سلو ځانګړو عملیاتو پولیسو او ۵۰ د بمونو ماهرانو برسېره ۸۰ سپي هم شامل دي چې په تلاشیو کې مرسته کوي.

ویل کیږي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د نړیوال جام د امنیت کمیټې لخوا ۳۲ زره دولتي امنیتي پرسونل او ۱۷ زره د خصوصي سکتور امنیتي پرسونل په قطر کې د نړیوال جام د امنیت دپاره ګومارلی دی.

د جام لوبې چې د یکشبنې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې پیل شوې، د ډسمبر تر ۱۸ به دوام ولري. تمه کیږي چې ددې لوبو لیدلو ته د نړۍ د مختلفو هېوادونو ۱.۲ میلیونه خلک قطر ته ورشي.