د بایرن مونش ټیم لوبه وکړه – ریال مادرید وگټله

ریال مادرید په خپل کور کې د بایرن په مقابل کې یواځې یو گل ته اړتیا لري چې ددې جام وروستي پړاو ته لاړ شي

د ریال مادرید ټیم د چهارشنبې په ورځ د بایرن مونشن ټیم ته په کور کې ماتې ورکړه، دا لوبه د اروپا د اتلو ټیمونو یا چمپین لیگ د نیمه فاینل لومړۍ لوبه وه او ریال مادرید وکړای شول ۲-۱ د بایرن مونشن ټیم ته ماتې ورکړي.

د بایرن مونشن ټیم د لوبې له پیل نه توپ ښه کنترول کړ او ریال مادرید یې دې ته مجبور کړ چې د خپلو نورو سیالیو په پرتله دلته ډیره هڅه وکړي.

د رسمي شمیرو له مخې د جرمني د بایرن مونشن ټیم چې د جرمني د لومړی درجې کلپونو اتل دی، پدې لوبه کې په عمومي توگه په سلو کې ٦١ پر توپ کنترول درلود، پداسې حال کې چې توپ یواځې ۳۹ فیصده د ریال مادرید د ټیم سره و.

پدغه سیالۍ کې د بایرن مونشن ټیم ۱۷ ځلې د ریال مادرید او ریال ټیم یواځې اوه ځلې د بایرن پر گل برید وکړ. همداشان پدې سیالۍ کې د بایرن مونشن ټیم ١٠ کارنر توپونه ترلاسه کړل خو ریال مادرید یواځې درې ځلې توپ له کارنر نه شوت کړ.

ددې سیالي شمیرې ښیي چې بایرن مونشن له ریال مادرید نه ښه لوبه وکړه خو په اصطلاح د بایرن لوبغاړو د گټې ورځ نه وه او د هغو فرصتونو نه یې گټه پورته نشوه کړای چې د لوبې په ترڅ کې یې ترلاسه کړي وو.

د ریال مادرید او بایرن مونشن ټیمونو د سیالۍ یوه څنډه

د بایرن ترینر جووپ هینکیس، هم په یو خبري کنفرانس کې همدا خبره وکړه او وویل چې ومو نشوکړای چې له لاسته راغلو فرصتونو نه سمه گټه واخلو. خو ژمنه یې وکړه چې ټیم به یې په راتلونکې سه شنبه د ریال مادرید په کور کې هڅه وکړي چې لوبه وگټي.

د ریال مادرید ټیم ترینر زین الدین زیدان، په خبري کنفرانس کې وویل "د بایرن مونشن د ټیم په میدان کې د لوبې گټل اسان ندي مونږ د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم پوره مبارزه وکړه".

ریال مادرید تر اوسه ۱۷ ځلې د اروپا د قهرمانۍ جام گټلی دی. ددې جام د سیالیو په ترڅ کې دغو دوو ټیمونو د کلونو په اوږدو کې ۲۵ ځلې لوبه کړي دي چې دواړو ټیمونو ١١ ځلې یو بل ته ماتې ورکړې ده او دوه ځلې مساوي شوي دي.

د چهارشنبې د ورځې په لوبه کې لومړی گل بایرن مونشن په ٢٨ دقیقه کې وواهه. خو مادرید وکړای شول په ۴۴ او ٥٧ دقیقو کې دوه گولونه ووهي.

د اروپا د قهرمانانو د لیگ د ۲۰۱۷-۲۰۱۸، جام د لوبو د نیمه فاینل یله لوبه د انگلیستان د لیورپول او دایټالیا د روم د ټیمونو ترمنځ وه چې لیورپول ۵-۲ ایټالیا ته ماتې ورکړه. دا دواړه ټیمونه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ دوهمه لوبه کوي.