بهرنیو کمېشنرانو د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونو کې کار پیل کړ

د ټاکنو د څار ادارې وايي، د افغانستان د تیرکال په پارلماني ټاکنو کې ډیرې درغلۍ شوې وې.

د څار ادارې د افغانستان په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د بهرنیو کمېشنرانو د ګمارلو هرکلی شوی.

د افغانستان د ټاکنو د نوي قانون له مخې د سه شنبې په ورځ( غبرګولي ۷مه) د دغه هیواد په دوو ټاکنیزو کمیسیونونو کې څلورو بهرنیو کمېشنرانو کار پیل کړ.

د ټاکنو د څار ادارې د افغانستان پر ټاکنیزو کمیسیونونو د خلکو د باور د پرځای کولو لپاره ټاکنیزو کمیسیونونو په هر کمیسیون کې د دوو بهرنیو کمېشنرانو ګمارلو هرکلی کوي.

د " فیفا" په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، دا بهرني کمېشنران به د ټاکنیزو کمیسیونونو له لاسه تللي باور په بیا خوندیوب کې مرسته وکړي.

ښاغلي رشید وویل:"د دې اصلي دلیل، چې په نوو تعدیلاتو کې دا مسله په صراحت سره ومنل شوه، دا وه، چې له بده مرغه زمونږ پر ټاکنیزو کمیسیونونو د باور کچه ډیره راټیټه شوې ده. دا به د سیاسیونو او خلکو ترمنځ پر ټاکنیزو کمیسیونونو د باور کچه پورته بوځي.او په دوهم قدم کې مونږ پوهیږو، چې کمېشنران اکثره د ټاکنو په اړه پوره معلومات او خبرتیا نه لري، دا متخصصین یا نړیوال غړي کولی شي، چې د تخنیکي مشورو له لارې د کمیسیون غړو سره خپلې تجربې شریکې کړي، تر څو پریکړې پر وخت او سمې وشي".

د ۱۳۹۷ لمریز کال د ټاکنو د قانون د ۲۸ مې مادې د پنځمې فقرې پر اساس د ټاکنو د بهیر د شفافیت او ټاکنیزو سرغړونو په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د حلولو لپاره حکومت کولی شي د ملګروملتونو سره په همغږۍ کې دوه نړیوال متخصصین په هر یو ټاکنیز کمیسیون کې وګماري".

خو دا بهرني کمېشنران یوازې دغو کمیسیونونو ته مشورې ورکوي او د پریکړو پر مهال د رایې د کارلو حق نه لري.

خو د " فیفا" اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، ښه به دا وي، چې د دوو ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنران مخکې له خپلو پریکړو، پریکړې له دغو بهرنیو کمېشنرانو سره شریکې کړي او بیا د ټاکنیزو مسلو پریکړې وکړي.

ښاغلی رشید وايي، د ټاکنیزو کمییسیونونو کمېشنران تر ډیره د ټاکنو اړوند مسلو سره ډیر بلد نه دي او هم په دې برخه کې یې د پوهاوي کچه ټیټه ده، نو دا بهرني کمېشنران به هغوی سره په دې برخه کې هم مرسته وکړي.

په نوو ګمارل شوو بهرنیو کمېشنرانو کې دوه یې ښځې او دوه یې سړي دي.