زرگونه پاکستاني کارګر له افغانستان نه وتلي

د افغانستان حکومت له سترې مالي تشې سره مخامخ دی

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت سرپرست، واصل نور مهمند امریکا غږ ته وویلي چې په زرګونو بهرني کارګران له افغانستان نه وتلي دي.

پدغو کې ډیرې هغه پاکستانیان وه چې په ساختماني چارو کې بوخت وه.

ښاغلي مهمند وویل"د متخصص کارګرانو شمېر ۱۷۳۷۶ دی چې ټول زموږ د وزارت لخوا ورکړل شوي الکترونیکي جوازونه لري". یو کال وړاندې د دغو کارګرو شمیر تر ۲۵ زرو ډیر وو.

د غیرماهرو ګارګرانو په شمیره کې هم د پام وړ کمښت لیدل شوی.

د ښاغلي مهمند په وینا چې پخوا په افغانستان کې د غیرماهرو کارګرو شمیره تر سلو زرو پورې وه خو دا مهال دغه شمیره ایله ۳۰ زرو ته راټیټه شوې ده.

بهرني کارګر د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې په کار بوخت دي خو د دوې ډیره شمېره په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې شته.

سوکه بازار

د افغانستان حکومت له سترې مالي تشې سره لاس او ګرېوان دی. د مالیې وزارت ویلي چې حکومتي عواید هم په سلو کې دیرش راغورځېدلي.

مالې تشې او د عواېدو راغورځېدلو د کار پر بازار هم ناوړه اغیزه کړې ده.

د کابل د بهارستان سینما شاوخوا سېمه ګې چې په تیرو کلونو کې د خیاطانو ګڼه ګونه پکښې ډیره وه اوس پکښې د پاکستاني ماهرو خیاطانو کمی شته.

د حاجي محمد داوود په نوم یو دوکاندار وایي چې د پاکستاني خیاطانو کمی د هغه پر کاروبار هم منفي اغیزه کړې ده.

حاجي محمد داوود وویل"پخوا مو د ورځې د څلویښتو نه نیولې تر پنځوسو پورې د جامو جوړې خرڅولې اوس دا اندازه شلو جوړو ته رسیدلې ده چې زمونږ مصارف هم نه پوره کوي مونږ په میاشت کې یو لک شل زره د دوکان کرایه ورکوو چې اوس پرې کرايه هم نه لنډیږي".

د منظور احمد په نوم د پیښور د ارباب لنډۍ اوسیدونکی خیاط وایي چې دوی په ورځ کې په کابل کې تر شلو ډالرو ګټي چې ددغو پیسو یوه برخه بیرته په ورځنیو اړتیاوو لګوي.

منظور احمد وویل"کار هلته (پاکستان) کې هم ښه دی خو هلته هفته په هفته پیسي ورکوي چې هفته تیریږي نو بیا ټولې پیسې خلاصي شوي اوسي خو دلته مو ټولې پیسي په یو وار اخلو چې ګذاره پرې کیږي".

یو شمیر افغان اقتصاد پوهان وایي چې د افغانستان نه د بهرنیو عسکرو وتلو مسلې لکه د ژوند په نورو چارو په افغانستان کې په اقتصاد او کاروبار هم زیاته اغیزه کړې ده.

دا کارپوهان وایي چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو عسکرو د وتلو انديښنو پ دغه هیواد کې په ساختماني سکټور کې د پانګوني د کمیدو سبب شو او ددې لپاره چې زیات شمیر پاکستاني کارګران په افغانستان کې په ساختماني سکټور کې کارکوي چې د پانګوني کمیدلو سره په افغانستان کې د پاکستاني کارګرانو شمیر هم کم شوی دی.