پخوانی والي وحیدي د سړي تښتوونکو له منګلو ازاد شوی

سید فضل الله وحیدي د روانې عیسوي میاشتې په ۱۲ د ناپیژاندو وسله والو له خوا په اسلام اباد کې تښتول شوی وو

په اسلام اباد کې ډیپلوماتیکو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي تیره شپه ناوخته د خیبرپښتونخوا په ایالات کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتوونکو له منګلو خوشې شوی دی.

دا سرچینې وایي چې ښاغلی وحیدي اوس په پیښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې دی او ټاکل شوې چې ژر به له پیښور څخه اسلام اباد ته ولیږدول شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال په یوې اعلامیه کې چې امریکا غږ ته یې استولې، د ښاغلي وحیدي د خوشې کیدو په برخه کې د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف د هڅو څخه مننه کړې ده.

ښاغلي زاخیلوال ویلي " زه په ځانګړي ډول د پاکستان د صدراعظم محترم نواز شریف څخه چې هغه پخپله داپیښه تعقیب کوله منندویه یم ".

ښاغلي زاخیلوال ویلي چې په مصون ډول د هرات د پخواني والي خوشې کیدل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا په پیاوړي کیدو کې نوره مرسته هم وکړي.

تراوسه د هرات د پخواني والي د تښتولو علت او دا چې هغه څنګه د سړي تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی ډیر معلومات نه شته دی.

همداشان دا هم لا معلومه نه ده چې هغه د چا له خوا تښتول شوی وو.

سید فضل الله وحیدي د فبرورئ په ۱۲ په اسلام اباد کې د نا پیژاندو وسله والو له خوا نامعلوم ځای ته تښتول شوي وو.

د ښاغلي وحیدي کورنۍ غړو ویلي چې هغه د برتانیا د ویزې د ترلاسه کولولپاره اسلام اباد ته تللی وو.

د هرات د پخواني والي د تښتولو پیښه په افغانستان کې په پراخه توګه غندل شوې ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د پیښې د غندنې په وخت له پاکستان څخه په عاجله توګه د سید فضل الله وحیدي د خوشې کیدو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنې هم کړې وې.