طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو پر ایران باندې د اسرائیل بریدونه غندلي

ایراني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې د اسرائیل د پوځ په دغو بریدونو کې په نښه شویو تاسیساتو ته یو څه زیان رسیدلی اوپه دې بریدونو کې د ایران د پوځ دوه منسوبین وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۵) د ایران پر پوځي اهدافو د اسرائیل بریدونه وغندل او وویل چې دا به په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دا بریدونه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حریم څرګنده سرغړونه ګڼل کیږي "په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو یوه هڅه ده، چې په سیمه کې نا مناسب وضعیت نور هم پېچلی او شدیدوي".

د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو او سیاسي مشرانو هم پر ایران باندې د اسرائیل د پوځ د جمعې د شپې بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا بریدونه یې د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې سرغړونه ګڼلې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ اکتوبر۲۶ (لړم پنځم ) په یوه خپره کړې اعلامیه کې دغسې بریدونه په سیمه کې د کړکیچ د پراختیدو او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پخوانی جمهور رئیس د نړیوالو مسوولو مراجعو څخه غواړي د لازمو او مناسبو اقداماتو په ترڅ کې په سیمه کې د کړکیچ د پراخیدو مخه ونیسي".

د افغانستان په پخواني رژیم کې د ملي پخلاینې د عالي شور رئیس عبدالله عبدالله پر ایران باندې د اسرائیل دا بریدونه د اندیښنې وړ بللي او په سیمه کې یې ددغو بریدونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

عبدالله عبدالله د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي چې دا بریدونه "د غزې په تړانګه، د اردن د رود لویدیځه برخه او لبنان" کې د تیري کوونکو بریدونو په دوام ترسره شوي دي".

عبدالله عبدالله ویلي: "د اسرائیل ناسنجول شوي بریدونه نه یوازې په سیمه کې د جګړې د دوام او پراخیدو او د نوي نظامي صف د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي، بلکې د سیمې پر ملکي او بې ګناه وګړو باندې به ناسمې اغیزې هم له ځان سره ولري".

د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم هم دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر ایران باندې د اسرائیل محدودو بریدونو دا وښودله چې امریکا کولای شي په غزه او لبنان کې د اسرائیل د تاوتریخوالي مخه هم ونیسي.

ښاغلي خرم ویلي: "امریکا اسرائیل ته ویلي و چې د ایران اتمي او نفتي تاسیساتو په نښه نه کړي. په نړۍ کې د تیلو د بحران په رامنځ ته کیدو سره میرمن هریس په ټاکنو کې حتمي ماتې سره مخ کیدله، ځکه چې د تیلو بیې هرځای کې لوړیدلې او د هرمز د سیمې بندیدل دغه بحران ته پراخه نړیوال ابعاد ورکول. اسرائیل همداسې وکړل او پر اتمي او تیلو تاسیساتو یې برید ونکړ".

د ټولنیزو رسنیو ځینو افغان کارونکو هم د ایران او اسرائیل ترمنځ په راپورته شوې شخړې باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا شخړې به پر افغانستان باندې هم ناسمې اغیزې ولري.

د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو ویلي چې اوس مهال لسګونه زره افغان کډوال په ایران کې په ډیر ناسم وضعیت کې ژوند کوي او په سیمه کې ددغو شخړو دوام به د هغوی شته ستونزې لا نورې هم زیاتې کړي.

د طالبانو حکومت دمخه د اسرائیل د پوځ په برید کې د حماس د ډلې د سیاسي مشر پر وژل کیدو هم ژور خپګان ښودلی و.

د ایران بل ګاونډي پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل دا برید غندلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل د پوځ دا بریدونه د "ملګرو ملتونو د منشور او قوانینونو څخه جدي سرغړونه" بللې ده.

اسرائیل په سیمه ایز وخت شنبه اکټوبر ۲۵ (لړم څلورمه) ویلي چې په ایران یې هوایي بریدونه پای ته رسیدلي او زیاته کړې ده چې د ایران توغندیو جوړولو تاسیسات، د ځمکې څخه ځمکې ته واریدونکي توغندیو ذخیرې او نورې هوایي وړتیاوې یې په دې بریدونو کې په نښه کړي دي.

د پوځ په اعلامیې کې راغلي، "د استخباراتو له مخې، د اسرائیل هوایي ځواک الوتکو د توغندیو جوړولو مرکزونه ویشتلي دي چې ایران پکې هغه ډول توغندي جوړول چې تیر کال یې د اسرائیل په دولت برید لپاره کارلي و".

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ایران کې د نظامي اهدافو په نښه کولو لپاره دې هیواد خپل دفاعي او تعرضي امکانات په بشپړه توګه جګړې ته چمتو کړي.

اسرائیل ایران ته دا خبرداری هم ورکړی که ددې بریدونو څخه وروسته د کړکیچ ډیروالي بل پړاو پیل کړي، "دروند قیمت" به ادا کړي.

د اسرائیل پوځ ویاند په اعلامیې کې ویلی، "زمونږ پیغام واضح دی. هغوي چې د اسرائیل دولت ګواښي او غواړي چې دا سیمه پراخې جګړې خوا ته ورټیل وهي، غټ قیمت به ادا کړي".

ایراني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې د اسرائیل د پوځ په دغو بریدونو کې په نښه شویو تاسیساتو ته یو څه زیان رسیدلی دی. دغو چارواکو ویلي په دې بریدونو کې د ایران د پوځ دوه منسوبین وژل شوي دي.