نور محمد مراد د امریکا د کرکټ بورډ راتلونکی اجرائیوي رئیس وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي مشر د متحده ایالاتود کرکټ بورډ راتلونکي اجرائوي مشر په توګه ټاکل شوی.

د متحده ایالاتو کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرائیوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد یې د دې بورډ د راتلونکي اجرائیوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د امریکا د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل په میاشت کې یوه کاري ډله ګمارلې وه د بورډ لپاره راتلونکی اجرائیوي مشر پیدا کړي.

دې ډلې د ګڼ شمیر کاندیدانو څخه یوازې ۶ تنه د مرکو لپاره غوره کړي و او وروستي درې تنه یې بورډ ته ورپيژندلي و چې یو یې ښاغلی مراد و.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د "هر اړخیز غور کولو څخه وروسته د وروستو دریو کاندیدانو څخه ډاکټر مراد" د دې مقام لپاره وټاکل شو.

د امریکا کرکټ بورډ دا ندي ویلي چې دوه نور کاندیدان څوک او د کوم هیوا اتباع و.

ښاغلی مراد د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر و او پداسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لا د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه درلود خو بیا یې هم د ۲۰۱۵ یو ورځنیو نړیوالو جام سیالۍ ته لار وموندله.

ډاکټر مراد د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی او ګڼ شمیر کالونه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اداراتو کې کار کړی.

ټاکل شوې چې ښاغلی مراد به متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره کاري ویزې تر لاسه کولو وروسته امریکا ته راشي او خپله دنده به پیل کړي.