د ګوانتانامو یو پخواني بندي د کاناډا په حقوقي دعوه کړې

محمدو ولد صلاحي په ۲۰۰۲ کال کې په ماوریتانیا کې ونیول شو او د ګوانتانامو زندان ته تر لیږل کیدو وړاندې په افغانستان او اردن کې بندي و.

د ګوانتانامو د زندان یو پخواني بندي چې ۱۴ کاله یې پدې زندان کې پرته لدې چې محکمې ته وړاندې شي تیر کړي، په محکمې کې د کاناډا په ضد حقوقي دعوه کړې او مدعی دی چې د هغه په نیول کیدو کاناډا نقش درلود.

د ۵۱ کلن محمدو ولد صلاحي د ژوند په داستان یو فلم هم جوړ شوی.

هغه په حقوقي دعوې کې چې د جمعې په ورځ یې په محکمې کې کړې او د فرانس پریس خبري اژانس کتلې، ادعا کړې چې کاناډایي چارواکو د هغه وخت په هکله سم معلومات ندي ورکړي چې کله ده په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د مونټیریال په ښار کې د دایمي اوسیدو اسناد درلودل.

ښاغلي صلاحي ویلي چې همدې معلوماتو له کبله هغه ونیول شو او د ګوانتانامو په زندان کې شکنجه شو.
د ګوانتانامو دې پخواني بندي پخپلې ادعا کې د هغه زیان د جبران لپاره چې ورته رسیدلی د کاناډا د حکومت څخه د ۳۵ میلیونه کاناډایي ډالرو غوښتنه کړې.

صلاحي په حقوقي دعوې کې ویلي چې د ګوانتامانو په زندان کې د بند پر مهال یې جسماني وهل ټکول، د خوب څخه محرومیت، په زوره دریدنه، پرله پسې غالمغال، جسني تیری، په درواغو ترور، د مرګ ګواښونه، مذهبي سپکاوی او نور لیدلي دي.


په متحده ایالاتو باندې د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ مې د ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په صلاحي دا شک و چې په ۱۹۹۹ میلادي کال کې یې د کلیفورنیا ایالات د لاس انجلس ښار د ناکامې چاودنې په دسیسې کې لاس درلود.

هغه په ۲۰۰۱ کال کې په ماوریتانیا کې ونیول شو او په ۲۰۰۲ کال کې د ګوانتانامو زندان ته تر لیږدل کیدو وړاندې په اردن او افغانستان کې بندي و.

ښاغلي صلاحي په ۲۰۱۶ کال کې د زندان څخه خوشې شو

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په حکومت کې پرانیستل شو. پدې زندان کې په امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د بریدونو نه وروسته د القاعده د شبکې غړي او طالبان بندیان کیدل او تحقیقات ترې کیدل.

د پرانیستل کیدو نه یو کال وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پدې زندان کې شاوخوا ۷ سوه د بیلا بیلو هیوادونو اتباع بندیان و. جورج بوش د خپل حکومت پر وخت د دې زندان د تړلو پریکړه وکړله خو کله چې د هغه د جمهوري ریاست دوره پای ته ورسیده او جمهور رئیس باراک اوباما د امریکا ۴۴م جمهور رئیس وټاکل شو، پدې زندان کې لا هم ۲۴۲ تنه بندیان و.

د ښاغلي اوباما په حکومت کې د ګوانتانامو د زندانیانو د دوسیو څیړل پیل شول او هغه کسان خوشې کیدل چې نور یې پدې زندان کې ساتل ضروري نه بلل کیدل. سره لدې چې باراک اوباما پخپلو انتخاباتي مبارزو کې د دې زندان د تړل کیدو خبره کوله. د اوباما په حکومت کې ۱۹۷ بندیان ددې زندان نه خوشې شول خو د زندان په تړلو ونه توانید او لا هم پدې زندان کې ۴۰ تنه د بند شپې او ورځې تیرولې.

په ۲۰۱۷ کال کې برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۵م جمهور رئیس وټاکل شو. د ټرمپ حکومت د ګوانتانامو د بندیانو د دوسیې د څیړلو پروسه چې د براک اوباما په حکومت کې پیل شوې وه، بنده کړه.

ډانلډ ټرمپ پخپلو انتخاباتي مبارزو کې ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به د "بدو کسانو" نه ډګوي خو وروسته یې بیا دې موضوع ته چندانې اهمیت ورنکړ. د ټرمپ په حکومت کې یوازې یو تن چې د سعودي عربستان تبع و، د زندان نه وروسته تر هغه خوشې شو چې په نظامې محاکمه کې پخپل جرم اعتراف وکړ.