عمران خان د اسلام آباد په لور خپل لاریون لغوه کړ

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) د اسلام آباد په لور د خپلو پلویانو لاریون لغوه اعلان کړ.

نوموړي چې د وسله وال برید په نتیجه کې له ټپي کیدو یوه میاشت وروسته د لومړي ځل لپاره خبري کولې وویل چې دا لاریون یې د ویجاړۍ د رامنځ ته کیدو له ویرې لغوه کړی دی.

عمران خان په راولپندۍ کې خپلو زرګونو ملاتړو ته د وینا پرمهال وویل:"ما پریکړه وکړه چې اسلام اباد ته ولاړ نشم ځکه پوهیږم چې ویجاړۍ به رامنځ ته شي او تاوان به هیواد ته ورسیږي."

د روان کال په اپریل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې وروسته، عمران خان او د هغه پلویانو د پاکستان په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې کړي چې عمده هدف یې له وختې مخکې ټاکنو د ترسره کیدو په هدف پر حکومت د فشار راوستل دي.

ټاکل شوې وه چې دغه مظاهرې په اسلام اباد کې پای ته ورسیږي، خو رویترز خبري اژانس لیکلي چې مظاهرې پر اټومي وسلو د سمبال هیواد د سیاسي نارامنیو د زیاتیدو لپاره تهدید هم ګڼل کیده، هغه هیواد چې له وړاندې له اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی

د عمران خان ددغه لاریون لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د پولیسو یو چارواکي جیو تلویزیون ته وویل چې د لاریون لپاره ۱۰ زره پرسونل او په مختلفو سیمو کې په سنایپر ټوپکونو سمبال کسان ګمارل شوي وو.

عمران خان د روانې میاشتې په لومړیو کې د هغه هیواد په ختیځ کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال په یو برید کې په پښه ټپي شو. د هغه همکارانو وویل چې دا د خان د ترور لپاره د هغه هیواد رقیبانو ښکاره هڅه وه.

عمران خان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او یو جګپوړی نظامي چارواکی د هغه د ترور په هڅه تورن کړل. خو دواړو هم حکومت او هم پوځ په دې پيښه کې لاس لرل رد کړل.

شهباز شریف په دې اړه د روښانه څیړنو غوښتنه وکړه. د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې په دې اړه یو کس نیول شوی دی.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویترز خبري اژانس له موادو کار اخیستل شوی دی