افغانستان د ټرمپ څرګندونې ددغه هیواد د بهرني سیاست زیږنده ګڼي

د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ - ارگ

د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د تیرې ورځې څرګندونو په هکله په یو بیان کې د ښاغلي ټرمپ دریځ د ملي یووالي د حکومت د فعال بهرني سیاست زیږنده بللی.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په یو بیان کې ویلي چې افغان حکومت خپلو نړیوالو شریکباڼو سره د بهرني سیاست په برخه کې ډیره ښه او اغیزمنه همکاري لري.

ښاغلي مرتضوي وویل " هغه څه چې پیښ شوي د ملي یووالي د حکومت د فعال او بریالي بهرني سیاست له امله دي، مونږ د بهرني سیاست په برخه کې خپلو نړیوالو شریکباڼو سره ښه او اغیزمنه همکاري لرو او دا همکاري په منسجم ډول ترسره کیږي. د دې څخه مهمه خبره داده چې د افغانستان د خلکو ستراتیژي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښیدنې د دې سبب شوي چې نړۍ د سیمې له وضعیت څخه یو سم درک ولري او د تروریزم پر وړاندې په مبازره کې زمونږ ریښتینوالی ثابت شي ".

د ارګ د دغو څرګندونو وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د خپل ټویټر په پاڼه د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ دا پیغام هغو افغانانو ته یو ښه پیغام ګڼلی وو، چې د ښاغلي محب پر وینا له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د دیره تروریستانو په لاسونو د ناخوالو سره مخ شوي دي.

د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ پرټویټر په خپل لومړني پیغام کې پاکستان یو درواغجن هیواد په توګه یاد کړی او ویلي دي چې دا هیواد د امریکا د ملیاردونو ډالرو د مرستې په بدل کې امریکا ته له درواغوپرته نور څه نه دي ورکړي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي"په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول له پاکستان سره د ۳۳ میلیاردو ډالرو ډیرې مرستې کړي او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلوبل څه نه دي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوې (پاکستان) هغو ترهګرو ته امن ځایونه ورکړي چې موږ یې په لږه همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نه کیږي".

د امریکا جمهوررئیس څرګندونو ته نور غبرګونونه

د افغانستان پخوانی جمهوررئیس حامد کرزی، چې په دې وروستیو کلونو کې یې د امریکا سره اړیکې ښې نه وې او تل یې د افغانستان په هکله د دغه هیواد پر پالیسو کلکې نیوکې کړي، په یوه اعلامیه کې د پاکستان په هکله د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ وروستی دریځ د افغانانو د تیرو پنځلس کالو د دریځ تائید بللی دی.

ښاغلي کرزي ویلي "موږ د جمهور رئيس ټرامپ د دغې وینا هرکلی کوو. وړاندیز مو دا دی چې په افغانستان کې جنگ بند شي او د سیمې له نورو هېوادونو سره په ګډه همکارۍ کې د پاکستان پر نظامي حکامو داسې فشار راوړل شي، چې نتیجه یې په افغانستان او سیمه کې سوله وي".

ښاغلي کرزي ویلي، تل یې دا ویل چې تروریستان او د هغوی ځالې د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمبارۍ له تروریزم سره مبارزه نه بلکې له افغانانو سره زیاتی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا د جمهوررئيس څرګندونو ته په غبرګون کې دا څرګندونې بې اهمیته بللي.

ښاغلي اصف د جیو په نوم پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان له وړاندې امریکا ته دا ویلي چې له دې څخه زیات څه نه شي کولی او "د همدې له امله د ټرامپ څرګندونې هیڅ اهمیت نه لري".

پاکستان بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هالي د جمهوررئیس ټرمپ د څرګندونو په اړه د وضاحت لپاره دغه وزارت ته ورغوښتی وو.

ټاکل شوې د پاکستان کابینه په دې اړه د چهارشنبې په غونډه کې خبرې وکړي.