د کابل بانک یو بنسټ ایښونکی شیرخان فرنود په زندان کې مړ شو

کابل بانک د افغانستان د لومړني خصوصي بانک په توګه په ۲۰۰۴ کال کې په کابل کې فعالیت پیل کړ

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کابل بانک بنسټ ایښودونکي او یو ستر ونډه وال شیرخان فرنود، نن د جمعې په ورځ (سنبلې دوییمه) د بګرام په زندان کې، چې د دفاع وزارت له خوا اداره کیږي د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د دفاع وزارت ویاند سید احمد جاوید غفور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې شیرخان فرنود د زړه د حملې له امله نن سهار د بګرام د زندان په کلینک کې ساه ورکړې ده.

ښاغلي غفور وویل " نن سهار نهه بجې او پنځه دقیقو باندې هغه د بګرام د زندان په کلینک کې د زړه د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".

شیرخان فرنود د یو بل افغان پانګه وال خلیل الله فیروزي سره یو ځای په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ړنګیدو وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د دغه هیواد د لومړي خصوصي بانک د بنسټ ډبره کیښوده.

کابل بانک په لنډه موده کې ډیره وده موندله او په کابل کې د څو څانګو د پرانیستلو سربیره په اکثرو ولایتونو کې یې هم خپلې څانګې پرانیستلې.

اوه پنځوس کلن شیرخان فرنود، چې د کندز ولایت اوسیدونکی وو، د کابل بانک د پرانیستلو وړاندې د کابل په شهزاده سرای کې صرافې کوله او بیا وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال روسیې ته لاړ او هلته یې د روسیې په پایتخت مسکو کې د "حوالې" له لارې د پیسو د لیږد کاروبار کوه.

کله چې د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې د کابل بانک د دیوالي کیدو مسله رامخې ته شوه او افغان حکومت وویل، چې د دغه بانک څخه په غیر قانوني ډول ۹۲۵ میلیونه امریکايي ډالر ایستل شوي، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي حکومت د دې مسلې د پلټنې لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه کړه.

محکمې شیرخان فرنود او د کابل بانک اجرائیوي رئیس خلیل الله فیروزي په ۲۰۱۳ کال کې په پنځه، پنځه کاله بند محکوم کړل.

بیا وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د هغه بند لسو کالو ته پورته شو.

همداشان محکمې پریکړه وکړه، چې هغه او خلیل الله فیروزي باید ۵۳۱ میلیونه ډالره بیرته بانک ته وسپاري.

په دې دوسیه کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم وروڼه محمود کرزی او حصین فهیم هم ښکیل وو.

محکمې په دې قضیه کې د ښکیلو ۲۲ تورنو څخه ۲۰ ته سزا اعلان کړې.

افغان حکومت د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې کابل بانک په خپل لاس کې واخیست او د دغه بانک څخه وتلې ۸۲۵ میلیون ډالر یې ورته برابر کړل او دا بانک یې د "نوي کابل بانک" په نوم ونوموه، چې تراوسه څو ځلې لیلام ته وړاندې شوی، خو چا لا په مناسبه بیعه نه دی اخیستی.

د افغان حکومت اکثره ملکي او پوځي مامورین د همدې بانک له لارې خپلې میاشتنې تنخواګانې اخلي.