ارزګان کې وسله والو د یوې موسسې څلور افغان کارکوونکي یرغمل کړي

دا څلور د مرستې رسونې کارکوونکي د ترینکوټ او چورې په لاره وسله والو تښتولي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کلیو د پراختیا د وزارت د ولسي تړون د پروګرام د یو افغان قراردادي موسسې څلور افغان کارکوونکي چې د ولایت له مرکز ترینکوټ څخه د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ته په لار وو، یرغمل کړي دي.

دآیچ ډي ایس په نوم د کلیو د پراختیا وزارت د قرار دادي ادارې د ارزګان د دفتر مسئول انجنیر فضل الرحمن رحمانزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دوی د ادارې څلور کار کونکې تېره ورځ ناوخته یرغمل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې کار کونکې يې چورې ولسوالۍ ته د ولسي تړون د پروګرام د عملي کولو لپاره روان وو چې د سپرلۍ له موټر يې څخه يې یرغمل شوي دي.

د ارزګان د امنیت امر سمونیار عبدالقوي عمري تائید کړه چې دا د مرستې رسونې څلور مامورین د وسله والو طالبانو له لوري یرغمل شوي دي.

سمونیار عمري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې امنیتي ادارې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په هڅه کې دي خو په دې اړه يې زیات جزیات ور نه کړل.

د کلیو د پراختیا وزارت د ملي پیوستون د پروګرام تر پای ته رسیدو وروسته د ولسي تړون پروګرام پیل کړی چې په ارزګان کې دا پروګرام تیره میاشت پیل شوی.

سره له دې چې په نوموړي ولایت کې دوامداره نا امنیو د ډيرو پرمختیايي پروګرامونو مخه نیولې، خو د ایچ دي ایس د ادارې مسئولین وايي چې دوی د خپل فعالیت په پيل کې له وسله والو طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

خپله وسله والو طالبانو په ارزګان کې د څلورو افغان مرستې رسونې د مامورینو د نيول کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.