د افغانستان د دفاع وزارت څلور منسوبین په اعدام محکوم شوي

د افغانستان دفاع وزارت د روان کال له حمل څخه د عقرب تر پنځلسمې د فساد اړوند ۱۶۹۴ دوسیې، چې په کې ۲۳۱۸ شکمن شامل وو، څیړلې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د فساد د دوسیو په تړاو د دغه وزارت څلور منسوبین په اعدام او سلګونه نور د حبس په مختلفو مودو محکوم شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یو رپوټ کې ویلي، چې د روان کال له حمل څخه د عقرب تر پنځلسمې پورې یې، د دغه وزارت د فساد اړوند ۱۶۹۴ دوسیې، چې په کې ۲۳۱۸ شکمن کسان شامل وو، څیړلې دي.

جنرال دولت وزیري د دغه رپوټ په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د ۹۵۸ دوسیو په تړاو ۱۲۰۲ کسه ابتدائيه پوځي محکمو ته معرفي شوي دي، ۲۷۱ دوسیې د کافي اسنادو د نشتوالي له امله حفظ شوي دي او ۲۰۱ دوسیې بیرته رد شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې محاکمو د ۸۱۹ دوسیو په تړاو، چې په کې ۲۱۵ افسران، ۳۲۶ بریدملان، ۴۸۵ سربازان او درې ملکیان شامل وو، پریکړه کړې ده.

جنرال وزیري وویل "۳۸۱ نفر تر یو کال تنفیذي حبس، ۹۶ نفر تر پنځه کاله تنفیذي حبس، ۲۰ نفر له پنځو څخه تر ۱۵ کاله تنفیذي حبس، ۸ تنه له پنځو څخه تر ۲۰ کاله تنفیذي حبس، ۱۶ تنه په یو کال تعلیقي حبس، څلور تنه په اشد مجازات اعدام محکوم شوي او ۶۷ نفره بري‌الذمه پیژندل شوي".

د دفاع وزارت د رپوټ له مخې، د ملي اردو ۵۲۰ تنه منسوبین د څه باندې ۴۱ میلیون افغانیو نقدي جریمې په ورکولو محکوم شوي دي.

دغه راز د روان لمریز کال په شپږو میاشتو کې د افغانستان دفاع وزارت، د فساد اړوندو جرمونو لکه اختلاس، د دندې له صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستل، بډې او د اسنادو د جعلکارۍ ۶۶ دوسیې څیړلې دي.