کندهار معروف ولسوالۍ کې جګړو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي

په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي،د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ کې تیره شپه( تلې ۱۲ مه) د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو وروسته پر طالب وسله والو د بمبارۍ پر مهال څلور ملکي وګړي هم وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

دغه چارواکي وايي، دا بمبارۍ پنجشنبې په شپه ناوخته د معروف ولسوالۍ د ابوکلا او خوګیاڼو په سیمو کې شوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ یوه ویاند څارمن غورځنګ افریدي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې ګډو افغان ځواکونو په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو تر حملې وروسته پر طالب وسله والو هوايي بریدونه پيل کړل، چې وروسته وسله والو طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې پناه واخیستله.

ښاغلی افریدی وایي، چې د دغو بمباریو له امله وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د رسیدلو سربیره څلور ملکي وګړي وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي افریدي وویل " وسله والو طالبانو د ملکي خلکو د کورنو له سرونو څخه د هاوان ډزې کولې چې تر هوايي برید لاندې راغلي په هوايي بریدونو کې، چې افغان هوايي قواو کړي، د درې پاکستاني اتباعو په شمول ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټبیان شوي، دغه راز د جګړې پر مهال۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ملکي وګړي چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي ټپیان شوي".

امنیتي چارواکي وايې، چې د ملکي مرګ ژوبلي د دقیق څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شويې.

بلي خواته د پېښي ۸ ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

د میرویس حوزوي روغتون یو نوکریوال ډاکتر اشنا رادیو ته وويل، چې د پېښې د ځای څخه دغه روغتون ته ۸ ټپیان ور وړل شوي چې یو ماشوم او ۷ تنه ښځې په کې شاملې دي.

سرچینه وايي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز هم د ملکي مرګ ژوبلي پخلی کړی دی.

ښاغلي عزیز ویلي چې، په وژل شویو څلورو ملکي کسانو کې ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دی.

د معروف ولسوالۍ د نیولو لپاره دوې دورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ځانمرګي برید په ګډون لويه حمله وکړه چې په ترځ کې يې ۸ پوليس ووژل شوه او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

افغان ځواکونو پر معروف ولسوالۍ د طالبانو دا برید په شاتمبولی وو.

د معروف په ولسوالۍ کې اوس هم د افغان ګډو ځواکونو له لوري نظامي عملیات دوام لري.

معروف د کندهار په جنوب ختیځ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته نا امنه ولسوالي ده.

خپله وسله والو طالبانو د معروف د وروستی جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.