په فرانسې کې په یوې چاودنې کې ۳۷ تنه ژوبل شوي

د فرانسې په مرکز پاریس کې یوه زوروره چاودنه شوې او لږ تر لږه ۳۷ تنه یې زخمي کړي دي.

په پاریس کې یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ [جوزا۳۱] وویل چې چاودنه په یوې ودانۍ کې د ګازو د لیک کېدو له کبله شوې ده.

په دغې پېښې کې ۱۳ کسان ژوبل شوي چې د چارواکو په خبره د څلورو وضعیت یې ښه نه دی. دوه تنه نور ورک دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالد دارمنین وویل چې تر نړېدلو ودانیو لاندې د دوو ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

له چاودنې وروسته اور لګېدلی او د پاریس په یو تاریخي ښارګوټي کې یوه ودانۍ نړېدلې ده. شاوخوا ۷۰ اطفايي او د اور وژنې ۲۷۰ تنه عمله د اور په مړه کولو اخته وو.

چارواکي وايي چې‌ سیمې ته نهه ډاکټران هم استول شوي‌ وو. د اطفايي مقاماتو د چاودنې د څرنګوالي په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته ویلي چې دوې ودانۍ نړېدلي دي، خو وروسته چارواکو وویل چې یوه ودانۍ نړېدلې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې د یوې لویې چاودنې غږ یې اورېدلی دی او ۴۰۰ مېتره لېرې هم د ودانیو د کړکیو شېشې ماتې شوې دي.

د پاریس ښاروال ان هیدلګو ویلي دي چې اور کابو شوی دی.