یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې او څلور کسان مړه شوي

عکس: ارشیف

د یونان ساحل ساتونکو د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) وویل چې ددغه هېواد د لیسبوس ټاپو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې څلور کډوال مړه شوي او ۱۸ تنه نور ژغورل شوي دي.

د ساحل ساتونکو ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ژغول شوي کسان په لیسبوس کې د میتیلین ښار ته لیږدول شوي دي.

د ژغورل شویو کسانو د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. ډیر شمېر کډوال چې له ترکیې څخه اروپا ته د تللو تکل کوي، زیاتره له همدې لارې تیریږي.

دا مطلب هم ولولئ د بالکان په خطرناکې لارې اروپا ته د یو تللي افغان داستان

د جون په میاشت کې، د یونان په ساحل کې د کډوالو د یوې بیړې د ډوبېدو له کبله ۶۰۰ کسان مړه شول.

د افغانستان، پاکستان او سوریې په زرګونو کډوال په وروستیو کلونو کې له ترکیې څخه د سمندر او ځمکې له لارې یونان ته داخل شوي دي.

یونان د مهاجرت قوانین سخت کړي او د اروپا د سرحدونو د څارنې ادارې (فرونټیکس) په مرسته یې د ترکیې تر منځ د ایجین په سمندرګي کې ګزمې زیاتې کړې دي.