د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي هوايي برید کې وژل شوی ـ چارواکي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي زرقاوي د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي زیاته وي چې مولوي زرقاوي د هلمند او ارزګان ولایتونو سره په سرحد کې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې تېره شپه له خپلو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د نوموړي قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی نن سې شنبه د «وږې میاشتتې پر۵مه» امریکا غږ ته وويل، چې د وسله والو طالبانو له مرستیال والي سره د هغه درې ساتلونکي او دوه طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.

ده وويل:"مولوي زرقاوي د غورک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د قاطع ماموریت د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندي راغلی چې دده په شمول پنځه تنه نور ورسره وژل شوي."

بلي خواته په جنوب کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته د یوه بیان په لیږلو سره په غورک ولسوالۍ کې د هوايي برید تائید کړی او زیاته کړې يې ده چې دغه برید کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

دغه راز د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر زیاته وي چې په یوه جلا پېښه کې نن سهار وختي د ارزګان په چارچینو ولسوالۍ کې هم ۸ تنه وسله وال په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د کندهار لپاره د خپل مرستیال والي او د چارچینو ولسوالۍ د پېښي په اړه کومه تبصره نه ده کړې.