په کندهار کې نن سهار د قاطع ماموريت د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
پېښه د کندهار په شمال شاولي کوټ ولسوالی کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د پوليسو وياند لمړي څارن ضيادراني امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې دا وسله وال طابان هغه وخت ووژل شول چې د دغې ډلې په لس ګونو وسله والو د دغه ولایت د شاولي کوټ د ولسوالۍ په سيا سنګ سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر پوستو ډله اييز بريدونه پيل کړل.
لومړي څارن دراني وویل چې په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او بریدکوونکو طالب وسله والو ترمنځ جګړې د سهار تر دوو بجو پورې روانې وې، چې بیا وروسته د قاطع ماموريت الوتکو د سهار تر څلورو بجود وسله والو طالبانو پر څو ډلو پرلپسې بريدونه وکړل، چې له امله یې وسله وال طالبان له سيمي څخه بیرته پر شا وتمبول شول.
لومړي څارن دراني وویل " وسله والو پر يوه وخت ستر بريدونه پيل کړل او غوښتل يې چې د کندهار ـ ارزگان لويې لاره او په سيمه کې زموږ امنيتي پوستو ته گواښ رامنځ ته کړي د شپې له یوولس بجو څخه بيا د سهار تر څلور بجو جگړې دوام درلود د وسله والو د څلورو مهمو قومندانانو په شمول دوه څلویښت وسله وال په هوايي بريدونو کې وژل شوي او دغه راز زموږ درې تنه امنيتي منسوبین د وسله والو په حمله کې وژل شوي چې دوه د اردو او یو د پولسيو سرتيری دی".
شاولي کوټ د کندهار ښار په شمال ۱۰۰ کيلو ميترۍ کې موقيعيت لري چې د زابل او ارزگان ولايتونو له نا امنه سيمو سره گډه پوله لري.
دغه راز د کندهار ـ ارزگان لويه لار هم له همدې ولسوالۍ څخه تېره شوې.
په شاولي کوټ ولسوالی کې په تيرو دریو مياشتو کې د ملي توردو پر دوو قرارگاوو باندې وسله والو ستر بريدونه کړي چې، د دغو دواړو بریدونو په پایله کې د ملي پوځ د کنډک د يو قومندان په گډون تر پنځه دیرش تنو پورې د پوځ سرتيري په کې وژل شوي.
وسله والو طالبانو د شاولي کوټ ولسوالۍ د نن سهار د جگړې په اړه کومه تبصره نده کړې.