مکرون: فرانسه او بریتانیا په کابل کې د 'امن ساحې' غوښتونکي دي 

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې فرانسه او بریتانیا په پام کې لري چې په کابل کې د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې "د امن ساحې" د جوړیدو طرحه ددې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

ښاغلي مکرون چې د عراق په لیدنه بوخت دی د یکشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۷) وویل چې پاریس او لندن د "بشردوستانه عملیاتو" د دوام په خاطر دغه طرحه د افغانستان د کړکیچ په اړه د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په غونډه کې وړاندې کوي.

د فرانسې د ولسمشر په باور دغه ډول طرحه له یوه اړخه پر طالبانو باندې فشار ته دوام ورکوي او له بله اړخه نړیواله ټولنه حساب او کتاب کوونکي ساتي.

تر اوسه روښانه نده چې آیا دغه مصوونه ساحه چې فرانسه او بریتانیا یې وړاندیز کوي، د "هدفمندې تدریجي تخلیې" سره چې ولسمشر مکرون د شنبې په ورځ پرې خبرې وکړې، تړاو لري که نه.

ښاغلي مکرون په بغداد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې فرانسه په قطر کې د طالبانو له استازو سره په تماس کې ده تر څو د افغانانو د تخلیې عملیات چې د فرانسې په فهرست کې دي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته دوام وکړي.

ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو پوځي تخلیه د اګست په ۳۱ پای ته ورسیږي.

ښاغلي مکرون د یوې فرانسوي ژبې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې دا یو احتمال دی هغوی چې د تخلیې په لست کې شامل دي د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې او یا هم د افغانستان د کوم ګاونډي هیواد له لارې نورو هیوادونو ته انتقال شي.

فرانسې د جمعې په ماښام اګست ۲۷ د افغانستان څخه خپل د تخلیې پروازونه بند کړل. فرانسې په تیرو دوو اونیو کې په مجموغي توګه ۲۸۳۴ کسان له افغانستان څخه وایستل چې زیات شمیر یې افغانان وو.