فرانسې مراکش ته ماته ورکړه او فاینل کې له ارجنټاین سره مخ شوه

د فرانسې د فوټبال ملي ټیم د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د قطر د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې مراکش ته دوه د صفر په پایلې سره ماته ورکړه او ددغه جام فاینل ته یې لار پیدا کړه.

د فرانسې ټیم به ددغو سیالیو په فاینل کې د ارجنټاین له ټیم سره مخ شي. ارجنټاین د سه شنبې په ورځ د کورشیا لوبډلې ته درې د صفر په پایلې سره ماته ورکړه.

د فرانسې لپاره په دې لوبه کې تیو هرناندز د لوبې په پنځمه دقیقه او کولو مووانې د لوبې په ۷۹ دقیقه کې ګولونه ووهل.

په دې لوبه کې د مراکش ټیم د خپلو نورو لوبو په څیر په زړه پورې لوبه وکړه او د ګول وهلو ډیر چانسونه یې رامنځ ته کړل.

دا لومړی ځل وو چې یو افریقایي او عرب ټیم وکړای شول ځان د فوټبال د نړیوال جام سیمې فاینل ته ورسوي.

بلخوا دا څلورم ځل دی چې فرانسه د نړیوال جام پای لوبې یا فاینل ته لار پیدا کوي. فرانسې تر دې مخکې او په ۲۰۱۸ کال کې په روسیه کې هم د کورشیا په ماتولو سره نړیوال جام ګټلی وو.

د ۲۰۲۲ کال په فاینل کې به د نړۍ دوه مشهور لوبغاړي لیونل میسي او کلیان ممباپوه چې دواړه د فرانسې د پاریس سانت جرمن لپاره لوبه کوي، سره مخ شي، خو هیره دې نه وي چې د فوټبال لوبه ټیمي هڅو ته اړتیا لري.

د قطر د نړیوال جام د دریم مقام د ګټلو لپاره لوبه به د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ د مراکش او کورشیا د لوبډلو ترمنځ وي.

مراکش په ډله ایز پړاو کې د بلجیم او بیا د اسپانیا او پرتګال په ماتولو سره سیمې فاینل ته لار پیدا کړه.

د فرانسې او مراکش د لوبې د لیدلو لپاره د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون هم لوبغالي ته ورغلی وو.