امریکا او دریو اروپايي هېوادونو د ایران لخوا په لوړه کچه د یورانیمو غني‌ کول وغندل

عکس - ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو،‌ فرانسې، جرمني او برتانیا د پنجشنبې په ورځ،‌ ډسمبر ۲۸ (مرغومی اوومه) په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران لخوا په لوړه کچه د ۶۰ سلنه غني شوي یورانیمو د تولید غندنه وکړه.

په دغه اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې وروستي راپور ته په اشارې سره، ویل شوي چې د 'نطنز او فردو' په هستوي بټیو کې د یورانیمو د غني کولو میاشتنی تولید درې برابره زیات شوی دی.

ایران د روان کال د نومبر په میاشت کې خبر ورکړی و چې هره میاشت به نهه کیلوګرامه یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کوي، پداسې حال کې چې د جون په میاشت کې دا رقم یوازې ۶ کیلو ګرامه و.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیدی شي خو د اتومي برښنا تولیدولو لپاره بیا یوازې ۳.۶۷ په سلو کې غني شوي یوارنیم کافي دي.

په یاده اعلامیې کې څلورو واړه هېوادونو پدې ټینګار سره چې د ایران تر دې کچې د یورانیمو د غني کولو لپاره هېڅ معتبره توجیه نه لري، ویلي دي:"موږ دغه اقدام غندو او ددغو اقداماتو د سمدستي‌ بندیدو غوښتنه کوو."

یاد هېوادونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې راپور ته په اشاره سره ویلي دي، چې د 'فردو او پایلوت' په هستوي بټیو کې د ۶۰ سلنې غني شويو یورانیمو تولید کولای شي جدي خطر رامنځته کړي.

په ګډه اعلامیې کې ټینګار شوی دی، چې د تیر کال په جنورۍ کې د 'فردو' په اټومي بټۍ کې د ځړوبو تر موندلو وروسته د معلوماتو په ورکولو کې د تهران ځنډ، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره د ایران د بشپړې همکارۍ په اړه جدي شک رامنځته کړی دی.‌

د امریکا متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني او برتانیا د ایران دغه وروستۍ پرېکړه د سیمې په کړکېچن وضعیت کې یو غیر ضروري اقدام بللی دی.

د حماس ډلې په وړاندې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې، د ایران پلو اورپکو لخوا په سور سمندر کې پر بیړیو او همدارنګه په عراق او سوریه کې د امریکا د متحدو ایالتونو پر پوځي اډو باندې د بریدونو زیاتوالی په سیمه کې تاوتریخوالی ته لمنه وهلې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني او برتانیا د ایران لخوا ددغو اقداماتو د سمدستي بندولو او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره د تهران د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

همدارانګه په دغه ګډه اعلامیه کې له ایران څخه هم غوښتل شوي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشینو د فعالیت د دوام سره موافقه وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۱۵ کال کې پدې هیواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې د امریکا په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اتومي موافقه لاسلیک کړله خو تهران دا ژمنه هم کړې وه چې یوارنیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اتومي وسلو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کیدی شي.

خو د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد لدې موافقې وویست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د متحده ایالتونو دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کولو کچه لوړه کړله.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

په عین حال کې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د همدې تیرې اکټوبر په میاشت کې په نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د ایران سره په خبرو کې دې د هغې ناکامۍ مخه ونیسي لکه د شمالي کوریا سره چې شوی و او اوس دا هیواد اتومي وسلې لري.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو نړیواله ټولنه اندیښنه لري چې په لوړه کچه یورانیمو غني کولو سره دا هیواد د اټومي وسلو جوړولو نیت لري.

د امریکا متحدو ایالتونو،‌ فرانسې، جرمني او برتانیا په ګډه اعلامیه کې د ډپلوماټیک حلارې په موخه، پر خپلو ژمنو او همداراز د ایران له خوا د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره د دغو هیوادونو پر هوډ تاکید کړی دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز او فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.