د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون سه شنبه ډسبمر درییمه (لیندۍ ۱۳) ویلي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره به د فلسطیني دولت جوړیدو په هکله په ګډه د یوې غونډې مشري وکړي.
ټاکل شوې چې دا غونډه د راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال د جون په میاشت کې وشي.
ښاغلي مکرون ویلي چې په منځني ختیځ کې د شخړو پای ته رسیدو لپاره د دوه بیلو دولتونو ( اسرائیل او فلسطین) حل لارې لپاره یې ددې غونډې جوړیدو پریکړه کړې.
د فرانسې مشر لیکلي، "مونږ به په راتلونکو میاشتو کې په ګډه ديپلوماتیک نوښتونه څو چنده او یو ځای کړو تر څو ټول پدې لار برابر کړو".
سره لدې چې یو شمیر اروپایي هیوادونو وار د مخه د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلی خو د فرانسې جمهور رئیس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به هم د نورو هیوادونو په څیر د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني که نه وویل، دا پریکړه به په "مناسب وخت" کې وکړي.
ښاغلی مکرون همدارنګه ویلي چې پدې خبرو کې به ګڼ شمیر اروپایي او نور هیوادونه راګډ کړي.
په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو څخه وړاندې سعودي عربستان د اسرائیل سره اړیکو عادي کیدو ته نږدې شوی و چې یو شرط پکې د متحده ایالاتو لخوا ریاض ته د امنیت ضمانت ورکول و.
خو د غزې جګړې پیل کیدو راهیسې دا خبرې په ټپه دریدلي دي.
هسپانیې، ناروې او آیرلینډ تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژانده . د دې اقدام څخه وروسته هسپانیې د سعودي عربستان په ګډون د څو اسلامي او اروپایي هیوادونو چارواکي پدې موضوع د خبرو لپاره ورغوښتي و.
سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو مقدس ځای په کې موقعیت لري، هېڅکله یې اسرائیل په رسمیت نه دی پېژندلی او په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ابراهیم په موافقه کې یې هم برخه نه ده اخیستې. خو د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش په ګډون د خلیج نورو هېوادونو له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.
د سعودي عربستان ولیعهد او د شاهي دولت اصلي واکمن محمد بن سلمان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر شرطونه ایښي دي چې له واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او د ملکي اټومي پروګرام پراختیا د ریاض له شرایطو څخه دي.
د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیلېدو مخکې هم ډېرو شنونکو فکر کاوه چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.
د سعودي د چارو کارپوه هشام الغنام وايي: "د شاهي دولت او اسرائيل ترمنځ [د اړیکو] عادي کېدل د امريکا نوښت او پروژه ده چې شاهي دولت يې هرکلى کړی، پدې صورت کې چې امريکا د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د يوې موافقې وړانديز وکړي چې فلسطینیان یې ومني."
د منځني ختیځ لپاره د کړکېچ د نړیوالې ډلې مشر جوست هیلټرمن وايي، اسرائیل په حقیقت کې له فلسطینیانو سره داسې یوې موافقې ته تیار نه و چې لږ تر لږه د دوی اړتیاوې پوره کړي.
هغه زیاته کړه د اسرائیل اوسنیو حالاتو ته په پام سره هیڅ عرب هیواد نه غواړی له اسرائیل سره په جدی ډول تعامل وکړی