امریکایي بنسټ: حکومونه پر خپلو ولسونو جاسوسي کوي

په واشنگټن کې میشت د ازادۍ کور، چې د دموکراسۍ د څار ټولنه ده نن د نومبر په پنځمه (لړم ١۴) د یو رپوټ په خپرولو سره پر حکومتونو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د ټولنیزو رسنیو څخه پر خلکو باندې د جاسوسۍ کولو لپاره کار اخلي.

ددې بنسټ د رپوټ له مخې یو شمیر په انتخاباتو کې د لاسوهنې لپاره هم له دغو رسنیو څخه گټه اخلي.

د ازادۍ کور پدې باور دی چې د ټولنیزو رسنیو ازادي په تیرو نهه کلونو کې مخ په ځوړي روانه ده.

ددغه غیر دولتي بنسټ رپوټ وایي چې د نړۍ د ٦٥ هیوادونو له ډلې څخه ۴٠ یې چې د انټرنیټ نه استفاده په کې ازاده ده د ټولنیزو رسنیو د څار لپاره یې پرمختللي پروگرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د (Freedom on the Net 2019) رپوټ یوې څیړونکې او لیکواله آلی فونک، وایي: "مونږ موندلي چې داخلي لوبغاړي که حکومتي دي او که سیاسي کله چې غواړي په انتخاباتو کې بریالي شي په خپلو هیوادونو کې د انټرنیټ نه د ازادو او عادلانه انتخاباتو د کمزوري کولو لپاره استفاده کوي".

میرمن فونک زیاته کړه چې ښي اړخي سیاستوال په رسنیو کې ناسم معلومات خپاره کړي دي.

هغې وویل چې د ټولنیزو رسنیو قوت په عربي هیوادونو کې د عرب پسرلي په نامه مظاهرو کې راڅرگند شو.

د ازادۍ کور، وایي که حکومتونه د انټرنیټ د ازادۍ د سلبولو هڅه وکړي د معکوسې نتیجې سره به مخامخ شي.

د ازادۍ کور د ٢٠٠٩ کال راپدیخوا هر کال د انټرنیټ نه د استفادې د ازادۍ په هکله رپوټونه خپروي چې ددغو رپوټونو په بنسټ د انټرنیټ ازادي هر کال راټیټه شوې ده.