فرانسه کې یو افغان او شپږ نور د ترهګرۍ په تور نیول شوي

په نیول شویو کسانو کې یو افغان، یو فرانسوی او یو مراکشی شامل دي

د نیول شوي افغان هویت تر اوسه ندی په ډاګه شوی خو پرې تور دی چې هڅه يې کول په فرانسه کې ترهګریز برید ترسره کړي.

په فرانسې کې چارواکي وايي پولیسو د یو افغان په ګډون اووه کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، برنارد کزنوف، د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه کسان د ستراسبورګ او مارسي په سیمو کې نیول شوي چې ورسره د یو ترهګریز احتمالي برید مخه هم نیول شوی دی.

ښاغلي کزنوف له ډېر پخوا نه داسې انګیرنه وه چې کوم تروریستي برید به کیږي، خو هغه ونه ویل چې بریدګرو کوم ځای په پام کې نیول وی.

په نیول شویو کسانو کې یو افغان، یو فرانسوی او یو مراکشی شامل دي، د نیول شویو کسانو عمرونه د ۲۹ او ۳۷ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

وزیر کزنوف وايي دوی د شپږو کسانو په اړه پوره معلومات درلودل، خو مراکشی د بل هېواد په مرسته پېژندل شوی دی. پلټونکي اوس په دې کار کوي چې معلومه کړي ایا دا خلک خو به د فرانسې په بېلا بېلو سیمو کې د احتمالي همغږو بریدونو د پلان برخه نه وي.

دا کسان په ستراسبورګ کې د کرسمس د یو لوی مارکیټ له پرانیستلو پنځه ووځې وروسته ونیول شول. اټکل کیږي چې د کرسمس په ورځو کې به ټولې اروپا نه زرګونه کسان دغه مارکیټ ته د پیر او پلور لپاره ورشي.

د ستراسبورګ په کومې سیمې کې چې دا کسان نیول شوي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د مشکوکو جهادي کسانو او شبکو څخه پاکه کړل شوې وه.

په فرانسې کې څو میاشتې مخکې یو ترهګریز برید وشو او داعش یې هم مسولیت ومانه. له هماغې وروسته د فرانسې پولیسو ۴۱۸ کسان د ترهګرۍ او ورانکارۍ په تور نیولي دي.