د پښتو ژبې فرانسوۍ ښوونکې وايي پښتانه باید ډېر کتابونه ولیکي

سارا هیرمن، د پښتو ژبې ښوونکې

فرانسوۍ سارا هیرمن، چې پښتو یې زده کړې او د فرانسې په یو معتبر پوهنتون کې د پښتو ژبې ښوونکې ده، وايي پښتانه باید زیات کتابونه چاپ او خپاره کړي.

هغه وايي:"زما پیغام او هیله داده چې پښتانه ډیر کتابونه چاپ کړي او خارجیانو ته يي مساعد کړي چې په اسانۍ وکړی شي د پښتو ژبه زده کړي."

سارا د پښتنو په څير، د پښتو ژبې ښکلی تلفظ او لهجه کاروي. سارا د پښتو ژبه د پاریس په یو معتبره پوهنتون کې زده کړه او بیا يي په همدې پوهنتون کې د پښتو ژبې ښوونه پېل کړه. وروسته يي د فرانسوي ژبو زده کوونکو ته په پښتو کتاب ولیکه.

هغه د خپل کتاب په اړه وايي: "دا یو لارښود کتاب دی چې ما خپله لیکلی او د هغو پښتو ژبو لپاره دی چې غواړي فرانسوي زده کړي. تیر کال می چاپ کړی او پنځه سوه مخه لري. ګرامر، لغاتونه او محاورې پکې دي."

سارا هیرمن په پاریس کې د شرقي ژبو او تمدنونو په ملي پوهنتون کې د پښتو ژبې تدریس کوي. دې خپله هم په همدې پوهنتون کې پښتو ژبه زده کړې. اوس د نورو افغانانو سره یو ځای بهرنیانو ته د پښتو ژبې ښوونه کوي.

ماریون بوندون د پاریس پوهنتون د پښتو ژبې زده کوونکې ده. نوموړې وايي: "ما فکر وکړ چې پښتو زده کړم او ترجمانه شم او په فرانسه کې د افغانانو سره کمک وکړم."

سارا هیرمن وایي په افغانستان کې یې د سره صلیب کمیټې سره کار کړی او د افغانستان مختلفو سیمو ته تللې ده. هغې وویل: "لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان ته ولاړم او درې نیم کاله هلته وم. او وروستی ځل په ۲۰۲۲ کې تللې وم."

د پښتو ژبې ویونکې او ښوونکې فرانسوۍ سارا هیرمن وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته اندېښمنه ده او له طالبانو غواړي چې د ښځو او ماشومانو آزادي محدوده نکړي.