د فرانسې په تروریستي برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي

یو عیني شاهد وايي برید کوونکي یې ولید چې په سړک یې پر خلکو ډزې کولې.

د فرانسې پولیس وايي په پاریس کې د شارلي هېبډو په نامه د یوې طنزیه اونیزې په مرکزي دفتر کې باندې برید کې لږ تر لږه ۱٢ تنه وژل شوي دي.

رپوټونه وايي لږ تر لږه دوو وسله والو کسانو چې، په وسلې او یو راکټ لنچر هم ورسره وو، د اونیزې د دفتر په منځ کې ډزې کړي دي.

ویل کیږي چې مشکوک برید کوونکي له برید وروسته په دوو ګاډو کې له سیمې تښتېدلي دي، پولیس وايي لا هم د برید کوونکوپه اړه لا هم معلومات نه لري.

تراوسه هېڅ یوې ډلې او شخص د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د اونیزې مشر سټیفن چاربونر وايي په وژل شویو کې درې کارتونستان شامل دي. ګمان کیږي چې دوه پولیس افسران هم وژل شوي وي.

تروریستي برید

دفرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند چې په بېړه د پیښې ځای ورغی، ویلي یې دي چې دا یو ترهگریز برید و او داچې د فرانسې پولیسو په څو تیرو اونیو کې د یو لړ څو تروریستي بریدونو مخه نیولې ده.

هغه وویل "هېڅ یو وحشي عمل د بیان ازادي بندولی نشي. "

ولسمشر اولاند برید کوونکي به پېدا او محاکمه به یې کړي، نوموړي وویل برید فرانسه هېښه کړې ده.

فرانسوي مقاماتو له پیښې وروسته بېړنۍ غونډې وکړې او د ترهگریزو ممکنو بریدونو په وړاندې یې د خبرداري کچه لوړه کړې ده.

امریکا او نورو دغه برید وغنده

سپینې ماڼۍ دا برید په سختو ټکو وغنده، د سپینې مانۍ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا د پاریس په ښکلي ښار کې دغه ظالمانه برید په کلکه غندي. په اعلامیه راغلي چې د فرانسې پېښه نړۍ ته ور په زړه کوي چې دا څومره له نفرته یوه ډکه پېښه ده، موږ په پېښې کې د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره په دغه غم کې شریک یو.

د امریکا د بهرنیو چارو زویر جان کیري د پولینډ د بهرنیو چارو له وزیر سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل "امریکا له فرانسې سره ولاړه چې ترهګري ماته کړي. "

د جرمني چانسلرې انګیلا مېرکل وویل "دا یوازې د فرانسې پر ولس او امنیت برید نه دی، بلکې دا د بیان او مطبوعاتو پر ازداۍ او زموږ د کلتور پر اساساتو برید دی. "

د خبریالانو د دفاع نیویارک مېشتې کمېټې دا د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کمېشنر زید الرعد الحسین هم برید غندلی او او د بریدګرو د نیولو او محکمې کولو غوښتنه یې کړې ده.

عیني شاهدان

یو خبریال چې د برید سیمې ته نژدې و، د فرانسې راډیو ته وویل چې ډېرې ډزې په کلاشینکوف وشوې او ده له ډزو وروسته دوه کسان چې مخونه یې پټ وو، ولیدل چې له ودانۍ ووتل.

دغه عیني شاهد وویل چې ده برید کوونکي ولیدل چې په سړک کې یې پر خلکو ډزې کولې، خلکو چېغې وهلې او پولیس له پېښې څو دقیقې وروسته سیمې ته ورسېدل.

د دغې اونیزې د ودانۍ یوه ګاونډۍ وايي چې یو کس چې ماته ګوډه فرانسوي یې ویله، د هغې ودانۍ ته ننوت او د شارلي هېبدو د دفتر پوښتنه یې وکړه. هغه وايي چې لږ وروسته یې ډزې واورېد.

طنزیه مجله

دغه طنزیه مجله چې پر دفتر یې برید شوی، وخت ناوخت پر مذهبي او کلتوري مسایلو لیکنې خپروي.

دغې مجلې د چهارشنبې په ورځ پر ټولنیزې شبکې د اسلامي دولت د مشر ابوبکر البغدادي یو کارتون خپور کړ او هغه یې داسې کس پېژندلی و چې نوي کال ته ډېرې هیلې لري.

زرګونو کسانو پر فیسبوک او تویټر د دغې طنزیه مجلې او کارټون د خپراوي ننګه کړې او ویلي چې باید د بیان د ازادۍ ننګه وشي.

دغې مجلې په ۲۰۱۱ کال کې د مسلمانانو د پیغمبر یو کارېکاتور خپور کړی و چې بیا وروسته پرې د بمونو برید وشو.

تر اوسه د دغې پېښې انګیزه معلومه نه ده.