مکرون اوکراین ته د ناټو ځواکونو استول د روسیې د ماتې لپاره یو انتخاب وباله

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته د ناټو ځواکونو استول د روسیې د ماتې یو انتخاب بللی، خو د هغه اروپايي متحدین له دې نظر سره موافق نه دي.

مکرون تېره ورځ له اروپايي مشرانو سره تر ملاقات وروسته وویل چې د روسیې د ماتولو لپاره چې هر څه ضرور وي باید وشي، ان که د سرتېرو استول هم وي.

نوموړي په دې غونډې کې د اوکراین سره د نورو مرستو د جلب هڅه کوله او ویې ویل: «په داسې حال کې اوکراین ته د لویدیځ ځواکونو د استولو په اړه کومه اجماع نه شته، خو باید هېڅ انتخاب رد نه شي. موږ به په دې جګړې کې د روسیې د بري د مخنیوي لپاره هر څه کوو.»

اروپايي متحدینو نن د مکرون په دغو څرګندونو باندې تند غبرګونونه وښودل. د سلواکیا صدراعظم رابرت فیسکو، چې د روسیې په اړه د نرم چلند له کبله تر سخت انتقاد لاندې دی، وویل چې په اروپايي مشرانو کې نفاق شته.

هغه وویل: «هېوادونه شته چې غواړي اوکراین ته سرتېري واستوي، خو نور هېوادونه هم شته چې وایي هېڅکله به دا کار ونه کړي، لکه سلواکیا. نور هېوادونه هم شته چې وایي باید په دې وړاندیز باندې غور وشي.»

د سویډن صدراعظم اولف کرسترسن بیا ویلي دي چې په اوس وخت کې داسې کومه مفکوره نه شته.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز بیا وویل چې د ناټو او اروپا غړي به اوکراین ته سرتېري وانه استوي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي دي که په اوکراین کې د ناټو ځواکونه ولیدل شي، په هغه صورت کې به خبره د تقابل له احتمال څخه وتلې وي.

هغه خبرداری ورکړ چې اوکراین ته به د سرتېرو استول د هېڅ هېواد په ګټه نه وي او دا هېوادونه باید «په دې پوه» وي.

د ناټو یو مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې اوکراین ته د جګړې لپاره د ځواکونو د استولو هېڅ طرحه نه شته.

خو د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په دې اړه په محتاط ډول وویل چې اوکراین ته «په لوی شمېر» کې د ځواکونو د استولو هېڅ طرحه نه شته.

له دې سره سره د فرانسې صدراعظم ګیبریل اتل وویل چې په جګړې کې هېڅ انتخاب د رد نه دی. د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې د روسیې ماته د اروپا د امنیت او ثبات لپاره ضروري ‌ده.