په لیبیا کې د ترکیې خطرناکه لوبه د زغملو نه ده- ماکرون

ښاغلي ماکرون ترکیه تورنه کړه چې لیبیا ته وسلې استوي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وايي په لیبیا کې د ترکیې رول فرانسې ته د زغملو نه دی.

د فرانسې ولسمشر ترکیه تورنه کړې ده چې خپلې ژمنې نه عملي کوي او لیبیا ته وسلې انتقالوي.

ښاغلي ماکرون وویل: " ما ولسمشر (اردوغان) ته په ښکاره وویل چې: زه باور لرم چې ترکیې په لیبیا کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده او تقریبآ ټولې هغه ژمنې یې ماتې کړي دي چې د برلین په کنفرانس کې یې کړې وې. "

نوموړي د دوشنبې په ورځ جون۲۲ (چنګاښ۲) په پاریس کې د تونس له ولسمشر قیس سعید سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا خبرې وکړې.

ترکیه په طرابلس کې د لیبیا حکومت ته چې ملګري ملتونه یې ننګه کوي، وسلې استوي. د لیبیا حکومت د جنرال خلیفه حفتر سره په جګړې بوخت دی.

خو ښاغلي ماکرون وویل چې ترکیه لیبیا ته د وسلو نه استولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه له پامه غورځولې ده. په همدې حال کې اروپايي ټولنې په لیبیا کې د نړیوالې مداخلې د درولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی ماکرون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دوې اونۍ مخکې د ترکیې او فرانسې پوځي بېړیو د مدیترانې په ختیځ کې د یو بل په وړاندې ودرېدې، دغه کار د دواړو هېوادونو روابط ترینګلي کړي دي.

فرانسه تور لګوي چې د ترکیې بېړۍ د فرانسې په هغې بېړۍ د رادار د څراغونو رڼا اچولې ده چې د ناټو په ماموریت بوخته وه چې معلومه کړي د ترکیې بېړۍ خو به لیبیا ته وسلې نه قاچاق کوي.

فرانسه وايي چې د ترکیې بېړیو رڼا غورځوونکو وسلو ته هم لاس ور وړی و، خو ترکیه دا تورونه ردوي.

په ۲۰۱۱کې په لیبیا کې د یو پاڅون په ترڅ کې د معمر القذافي حکومت ړنګ او هغه ووژل شو. له هغه را وروسته په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوي دي. هلته دا مهال دوه ډلې حاکمې دي او له یو بل سره په جګړه اخته دي.

نړیوال د فایز السراج په مشرۍ د لیبیا «ملي وفاق حکومت» او حکومتي ځواکونو ننګه کوي او روسیه، مصر، اردن او متحده عرب امارات بیا د جنرال خلیفه حفتر سره ولاړ دي‌.